خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

طالبان: د امریکايي ځواکونو د وتل موافقه رانژدې سوېده

واحد فقیري

د طالبانو ویاند، سهېل شاهین، وايي،«موږ یوې موافقې ته نژدې سوي یو. که چیري امریکا یو قانع کونکی وړانديز وکړي، د سولي موافقه به ډېر ژر تکمیله سي.»

د امریکا خارجه وزیر، مایک پامپیو، او اشرف غني موافقه وکړه چي باید د سولي هلي ځلي لا ګړندۍ سي. پامپيو فاکس نیوز ته وویل،«زه د واقعي پرمختګ توقع لرم، او هیلمن یم چي د سپټمبر تر اولي پوري به یوې موافقې ته سره ورسېږو.» هغه زیاته کړه چي د افغان د جنګ د کامل راکمولو چانس بېخي ډېر دی.

سهېل شاهین وايي،«موږ هیلمن یو چي امریکایان د یو داسي معقول تقسیم اوقات سره راسي چي زموږ لپاره د منلو وړ وي.» طالبان وايي چي دوی به حتی یو تن خارجي عسکر هم په خپله خاوره کي و نه مني. شاهین وايي،«افغانان خارجي عسکرو ته د اشغالګرو په سترګه ګوري، دا مهمه نده که هغوی سل تنه وي، او که زر کسه وي.»

سېهل شاهین وايي طالبان به په داسي بین الافغاني مذاکراتو کي برخه واخلي چي د افغانستان ټول سیاسي قوتونه په کښې شامل وي، نه یوازي د کابل اداره. سهېل شاهین وايي طالبان به د سپټمبر د ۲۸ د انتخاباتو نتایج و نه مني. هغه وايي،«دا انتخابات د افغانستان د مشکلاتو علاج نه دي، بلکي یوازي دا جنګ نور هم اوږدوي.» (منبع: سټارس اینډ سټرایپیس)