امریکا پاکستان ته د ایف -۱۶ لوژجستکي حمایت تصویب کړ
واحد فقیري
د جمهورریس ټرمپ او عمران تر ملاقات فقط څو ورځي راوروسته، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سره د ایف -۱۶ جنګي الوتکو لپاره د ۱۲۵ میلونو ډالرو په ارزښت د تیکنالوژیکي وسایلو خرڅلاو تصویب وکړ.
خو په پاکستان کي د بشر د حقوقو ډلي اندېښمن دي چي د امریکا لخوا د پاکستان د اردو حمایت به پاکستاني چارواکي د سیاسي مخالفانو او مستقلي میډیا په ځپلو کي لا شیرک کړي. (منبع: المان ږغ)
اسوشیټیډ پریس: طالبان ژمنه کوي چي بیا به افغانستان د ترورسټانو ځاله و نه ګرځي
د طالبانو ویاند، سهېل شاهین، وايي کله چي امریکايي عسکر له افغانستانه ووزي، افغانان به یو قانون تصویب کړي چي بیا به د افغانستان په خاوره کي ترورسټانو ته ځای نه ورکول کېږي. هغه وايي،«کله چي خارجي عسکر له افغانستانه ووزي، او یو نوی اسلامي حکومت تشکیل سي، یو داسي قانون به تصویب سي چي بیا به هیڅوک د دې اجازه و نه لري چي د افغانستان خاوره د امریکا او یا د هغې د ملګرو پر ضد وکاروي.»
د امریکا د استخباراتو (سیا) مشره، اغلې جینا هسپیل،د امریکا سنا ته ویلي ول،«که چیري بالاخره د سولي یوه موافقه وسي، هلته به د څار او نظارت یو قوي نظام حیاتي اهمیت ولري. که چیري زموږ ملي امنیت او ګټو ته خطر مواجه سي، موږ باید د عمل کولو قابلیت وساتو.»
خو د طالبانو بل ویاند، ذبیح الله مجاهد، وايي،«زموږ لپاره نه د امریکايي عسکرو او یا استخباراتو حضور د منلو وړ دی.»
سي این این: یوه نیویارکی چي غوښتل يې په افغانستان کي امریکایان ووژني توقیف سو
۳۳ کلن دلاور محمد حسین غوښتل چي افغانستان ته ولاړ سي، او هلته د طالبانو سره یو ځای سي، او امریکايي عسکر ووژني، خو د جمعې په ورځ د امریکا فدرالي پولیسو هغه د نیویارک ښار په ستر هوايي میدان کي ونیو.
فدرالي پولیس وايي چي د ښاغلی حسین خبري يې ټېپ کړي دي. هغه غوښتل چي د پاکستان له لاري افغانستان ته ننوزي، او هلته امریکايي عسکر ووژني. که چیري د ښاغلی حسین جرم ثابت سي، هغه به په ۱۵ کالو بند باندي محکوم سي.