خلیلزاد له زخمي افغان سرتیرو څخه لیدنه وکړه
واحد فقیري
خلیلزاد په خپل نوي ټویټونو کي لیکي: د داود خان په روغتون کي مي د یو شمېر ټپي افغان عسکرو سره ملاقات وکړ. د افغانستان لپاره د هغوی شجاعت او وفاداري بې حده ده. هغوی د طالبانو سره د سولي د یوې دایمي موافقې هرکلی وکړ، او د هغو خلګو په مقابل کي يې هیڅ کرکه و نه ښودله چي جنګ يې ورسره کړی دی.
کله چي افغانستان ته سوله راسي، کریډیټ يې باید همدې اتلانو ته ورکړل سي. دا زموږ وظیفه ده چي دې اتلانو ته ژر تر ژره یوه داسي سوله وړاندي کړو چي د هغوی سرښندونو ته احترام په کښې نغښتي وي.