پامپيو: هیلمن یم چي همدااوس له افغانستانه راووزو
واحد فقیري
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، مایک پامپیو، تایلنډ ته روان سوی دی. هغه په طیاره کي د ځینو خبریالانو سره یوه مرکه کړې ده. هغه وايي میډیا د افغانستان په اړه زما پرونۍ خبري پوره نه دي نشر کړي. پدې تازه مرکې کي پامپیو د افغانستان په باره کي نوي څرګندوني کړي دي چي غټ ټکي يې دا دي:
پامپيو وايي د افغانستان په ارتباط د جمهورریس ټرمپ توقع دا ده چي موږ په افغانستان کي د خپلو عسکرو شمېر ژر تر ژره راکم کړو، او دا ډاډه کړو چي بیا افغانستان د ترورسټانو ځاله و نه ګرځي.
ما د خلیلزاد سره فقط درې ساعته مخکي خبري وکړې. موږ د افغان حکومت او طالبانو سره په داسي خبرو لګیا یو چي سوله او مصالحه راوړي، او موږ ته اجازه راکړي چي خپل عسکر د شرایطو سره مطابق ژر تر ژره له افغانستانه راوباسو.
زه هیلمن یم چي زموږ عسکر تر انتخاباتو پوري پاته نه سي، بلکي همدااوس، چي موږ په تایلنډ کي کښته کېږو، راووزي. زموږ ماموریت دا دی چي له افغانستانه د خپل عسکرو د راوتلو پروسه مسولانه سمبال کړو، څو د خلیلزاد د اووه میاشتني کوښښونو ممد واقع سي.
موږ به له افغانستانه خپل راوتل په سیمه کي د خپلو ملګرو سره په همکارۍ وکړو. زموږ ټول بین المللي ملګري پدې برخه کي پوره معلومات لري. موږ په سیمه کي د تروریزم د مقابلې لپاره منظم پلان لرو.
دا هغه ماموریت دی چي جمهورریس ټرمپ موږ ته راسپارلی دی. زه هیلمن یم چي په راتلونکو څو هفتو کي به موږ دونه زیات پرمختګ وکړو چي په اعلامولو وارزي. (منبع: د امریکا د خارجه وزارت مطبوعاتي اعلامیې)