خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

امریکا او افغان حکومت د سولي خبرو ته راضي دي خو طالبان له حکومت سره خبري نه کوي

واحد فقیري

د امریکا مشهوره سیاسي مبصره، بوني کریسټینین، لیکي چي واشنګټن او کابل موافقه کړې ده د افغان جنګ د ختمولو په مقصد به د سولي خبري لا ګړندۍ کړي، خو داسي ښکاري چي طالبان همکاري نه کوي. هغوی نه غواړي چي د کابل حکومت سره خبري وکړي.

اغلې کریسټینین کاږي دا که طالبان د کابل سره خبري کوي او که يې نه کوي، دا باید له افغانستانه زموږ د ځواکونو پر راوتلو باندي کومه خاصه اغېزه و نه لري. ځکه هسي هم د امریکا په زور نصب سوی د افغان حکومت یوه فاسده او لړزانه اداره ده.

اغلې کریسټنین لیکي که چیري د سولي خبري لا تسریع سي، ‌خو بها. که چیري طالبان په حکومت کي ور ګډ سي، خو لا واه واه. مګر د افغان د سولي مسله باید د امریکا د راوتلو خنډ نه سي.

هغه لیکي چي پسله ۱۸ کالو جنګ څخه اوس د دې وخت رارسېدلی دی چي دا جنګ ختم سي، او امریکا د راوتلو په برخه کي د طالبانو همکاري او همنظري ته ضرورت نه لري. (منبع: د هیل. تاریخ: اګست ۱، ۲۰۱۹)