د خرُم خاطرات
واحد فقیري
څو ساعته مخکي مي په افغان سوشل میډیا کي ناببره د ښاغلي خرُم د خاطراتو (څلوېښت کاله په توپان کي) په حواله څه حیرانکونکي کوټېشن تر سترګو سو.
خرُم په خپلو خاطراتو کي لیکي: سپنتا حامد کرزي ته وویل چي د افغانستان د منتخب جمهورریس په حیثیث د بدي لهجې له کارولو څخه باید ډډه وکړي. خو حامد کرزي په جواب کي ورته ویلي ول،«زه ولسمشر نه، بلکي زه د دغه مزدور حکومت ریس یم. زه جمهورریس نه بلکي د مزدورانو باشي یم.»
ښايي حامد کرزي په خپلو آخرو کلونو کي داسي ډیري رشتیا خبري کړي وي. ځیني اوقات حالات او شرایط په خلګو د زړه خبري کوي،. او د هغه دې وینا هدف رسا وویشت. دا چي د حامد کرزي سابقه څه ده، هغه کاملا جلا مسله ده، خو دلته يې په ډانګ پېلې کړې ده.
عموما په تاریخ کي د وابسته او رینټیر دولتونو مشرانو د خپلو خارجي په اصطلاح «دوستانو» څخه بې وفايي او ناخوالي ګاللي دي. تاریخ وايي چي ځیني يې په تورو تیارو کي د قدرت پر خطرناکو لارو باندي پر نیمو لارو یوازي ایله کړي دي. او بیا يې چا سنه هم نه ده ویلې. حامد کرزي یو وخت ویلي ول:«پردې کټ تر نیمو شپو وي.»
په لنډ عبارت، ګوډاګیان مدام بد بخته وي، او کله نا کله د قرباني د پسه کار هم ترې اخیستل کېږي.
د کابل اوسني واکمانو ته دي دا وویل سي چي جمهورریس ټرمپ اراده کړې ده چي له افغانستانه به خپل عسکر خامخا راباسي. او د خلیلزاد د وروستي تویټ په حواله د طالبانو «سیګنال» ښه دی. او امریکا د موافقې لپاره «چمتو» ده.
د حامد کرزي او خلیلزاد خبرو، زه د ارګ د موجوده یتیمانو! او کرایه نشینانو سیاسي برخلیک ته په چورت کي واچولم. دا بېچاره ګان په سختي تنګنا کي دي. حتما به يې ځیني په رواني تکلیفونو هم متبلا سوي وي.
زه دېته حیرت وړی یم چي اشرف غني به ځانته د چا «باشي» وايي؟!