له پاکستانه د خلیلزاد نوي ټویټونه
واحد فقیري
په اسلام آباد کي همدااوس له خپلو ملاقتونو څخه خلاص سوم. ما د عمران خان، قریشي، او باجوه سره وکتل. موږ واشنګټن ته د عمران خان د وروستي سفر په باب خبري وکړې، او د آینده اقداماتو په ارتباط مو نظرونه سره تبادله کړل. ما هغوی ته د افغان د سولي د پروسې په اړه معلومات ور کړل. موږ دغه راز د دې پروسې په اړه د پاکستان د حمایوي نقش په باره کي هم خبري وکړې، او دا چي پدې اړه نور کوم مثبت ګامونه اخیستلای سو.
سوله د افغانستان او پاکستان لخوا د باوري ضمانتونو غوښتنه کوي چي د هیچا خاوره به د بل پر ضد نه کارول کېږي. د بین الافغاني سولي د جامع موافقاتو بر علاوه داسي ضمانتونه او ډاډ به سیمه ایز اقتصادي اتصال او انکشاف لا غښتلی کړي.
آلان د امیدونو وخت دی، او دواړه ملکونه باید دې ته چمتو و اوسې چي دا راسپړېدونکي فرصتونه په غېږ کي ونیسي.