خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

پاکستان ته د یوه عالي رتبه امریکايي هیات سفر

د امریکا د خارجه وزارت یو عالي رتبه هیات به د دوشبنې په ورځ پاکستان ته ورسېږي، که چیري د دې هیات سفر کامیابه سي. جمهورریس ټرمپ به څه وخت وروسته پاکستان ته سفر وکړي.

د ډان اخبار لیکي چي اغلې الیس ویلز به د دې هیات مشري کوي، او هغه به د پاکستاني چارواکو سره د افغانستان په اړه خبري وکړي.

ډان لیکي که چیري د امریکا او طالبانو تر مینځ په دوحه کي موافقه وسي، جمهورریس ټرمپ به ښايي په سپټمبر کي افغانستان ته سفر وکړي،‌ څو دا معامله نهايي کړي.

ټرمپ ویلي دي چي امریکا په افغانستان کي د پولیسو نقش لوبوي،‌ او امریکايي عسکر باید دا کار و نه کړي. (ډان)

واحد فقیري