له قطره د خلیلزاد نوي ټویټونه
په کابل کي د تېري هفتې د فوق العاده پرمختګ برسېره، ما دا تېري څو ورځي په دوحې کي تېري کړې. او د طالبانو سره مي پر هغو باقي پاته مسایلو تمرکز وکړ چي ښايي د هغوی سره بالقوه معامله تکمیل کاندي. او موږ ته د شرایطو پر بنا د خپلو قواوو د ایستلو اجازه راکړي. موږ فوق العاده پرمختګ وکړ.
زه به نن څو ساعته وروسته د نوي ډهلي په لور وخوځېږم. دا ملاقات مخکي له مخکي په تقسیم اوقات وو. او هدف يې دا دی چي د افغانستان د سولي د پروسې د حمایت په مقصد بین المللي ملاتړ پراخ او غښتلی کاندو.
په عین زمان کي به زما ټیم او د طالبانو استازي د تکنیکي جزییاتو په اړه خپلو بحثونو ته دوام ورکړي، او هغوی به دغه راز د هغو ضروري ګامونو او میکانیزم په اړه هم بحثونه وکړي چي د هغي څلور ماده يي موافقې د عملي کولو لپاره حتمي دي چي دې مقام ته زما د ټاکلو سره سم مو کار باندي کړی دی. پر دې جزییاتو باندي موافقه حیاتي اهمیت لري.
واحد فقیري