خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د قطر خبري

واحد فقیري

دا درېیمه ورځ ده چي امریکایان او طالبان په قطر کي د سولي په مذاکراتو لګیا دي. تر اوسه پوري چندان زیات معلومات نه دي راوتلي، خو ویل کېږي چي طالبان او امریکایان په وړو ګروپونو کي په جرګو او خبرو اخته دي. دواړو خواوو ویلي دي چي دا کرت د مسلې د نهايي کېدو لپاره سره راغونډ سوي دي.

سهېل شاهین په خپل وروستي ټویټ کي هغه اوازې ردي کړي دي چي وايي د قطر په مذاکراتو کي د نورو هیوادونو استازي ګډون لري. هغه لیکي،«په روانو مذاکراتو کي د قطر هیواد نه علاوه د نورو هیوادونو هیڅ کوم استازی ګډون نه لري.»

د سهېل شاهین اشاره غالبا سمیع یوسفري ته ده. ځکه یوسفزي په خپل توټیر کي پدې باب یوه توضیح خپره کړې ده. هغه وايي،«ما هیڅکله نه دي ویلي چي پاکستانیان خبرو کي ګډون لري یا یې کوي.»

دا دوهمه ورځ ده چي خلیلزاد پدې برخه کي ځان غلی نیولی دی، او هیڅ ټویټ يې نه دی کړی. د خلیلزاد باس ټرمپ پر سره اور ناست دی، او همدا ناري وهي چي «ژر کوه!»

ویل کېږي چي ټرمپ به د سولي د موافقې د لاسلیک او نهايي کولو لپاره په سپټمبر کي افغانستان ته سفر وکړي. په اغلب ګومان به ټرمپ په بګرام کي خزه وي. او خپلو عسکرو ته به ووايي،«تاسي کامیابه یاست. اوس وخت د تګ دی. ستاسو ماموریت ختم سو.»

د ټرمپ ستره انګېزه د ۲۰۲۰ انتخابات دي.