طالبان: د امریکایانو سره د ځواکونو د وتلو په اړه اختلافات فیصله سوي دي
یو طالب چارواکي وايي چي د متحده ایالاتو او طالبانو تر مینځ له افغانستانه د امریکايي قواوو د وتلو پر سر اختلافات فیصله سوي دي. دغه راز، د افراطي ډلو سره د طالبانو د روابطو د پرې کولو او د ضمانت او تضمین ورکولو خبري هم پای ته رسېدلی دي دي.
امریکايي اړخ سمدستي دا خبري نه دي تصدیق کړي، او نه يې هم جزییات بیان کړي دي، خو خلیلزاد د «فوق العاده» پرمختګ بیان کړی دی.
طالبانو د سې شبنې د ورځي په اعلامیه کي ګرده افغانان د بلي میاشتي د انتخاباتو تحریم ته هڅولي دي، او پر انتخاباتي کمپېن باندي يې د حملو ژمنه هم کړې ده.
طالبانو د سپټمبر د میاشتي انتخابات «قلابي» بللي دي. (اسوشیټیډ پریس)
د ناټو سرمنشي: د افغانستان د سولي معامله تر بل هر وخت رانژدې سوې ده
د ناټو سازمان سر منشي، ینس سټولټنبرګ، وايي په افغانستان کي د سولي واقعي چانس رامینځته سوی دی. هغه علاوه کوي،«موږ اوس په افغانستان کي د سولي واقعي چانس وینو. موږ د سولي معاملې ته تر بل هر وخت نژدې سوي یو.» هغه دا خبري په نیوزیلنډ کي وکړې.
واحد فقیري