جنت: بارکوال میاخېل
بارکوال میاخېل
کور جنت وطن جنت زموږ افغانستان جنت
ځئ چې د دوزخ له سرو لمبو کړو په امان جنت
جوړې به ویالې پکې د خپلو خوږو شاتو کړو
بیا پکې لاهو به ترخې ورځې په کراتو کړو
ستړي به ځانونه بیا د عشق په خراباتو کړو
کړو که نن د خپل ایمان په خټو بیا ودان جنت
بیا به زیاتي نه پرېږدو هیڅکله شیطانان پکې
وي به تش له مینې جوړ ګلونه انسانان پکې
شپه او ورځ کوي به اتڼونه افغانان پکې
یو ځل که د امن فرشتې مو کړي د ځان جنت
زړي د مرګ باسو او کرو پکې مېوه د ژوند
سېځو د جنګ پاڼې پکې لولو سیپاره د ژوند
هر څوک به لري پکې ښه ډېره سرمایه د ژوند
بیا به نه څوک خرڅ کړي په پردیو او نه وران جنت
نه به قرباني پکې د وینو تویولو وي
نه به توان د چا، د سرو ګلونو رژولو وي
کار به د خپل تن د خولو پاکو څڅولو وي
وي به بارکواله! دا وطن په دې جهان جنت