د قطر خبري په مهم پړاو کي
د قطر خبري
طالبانو او امریکایانو نن د قطر پر وخت د شپې پر ۱۱:۳۰ بجو باندي خبري ختمي کړې. مذاکرات نن سهار وختي شروع سوي ول.
دا داسي برېښي چي سبا سهار به خبري ادامه ولري. سبا به د خبرو شپږمه ورځ وي.(مجیب مشال: د نیویارک ټایمز خبریال)
د طالبانو ویاند سهېل شاهین لیکي مذاکرات دوام لري. «موږ کوښښ او دقت کوو چي راتلونکي ته ستونزي پاته نه شي او افغانستان ته بیا څوک د مداخلې لاس را اوږد نه کړي.»
سهېل شاهین دغه راز لیکي چي د ملا برادر اخند په مشرۍ د طالبانو یو هیات ازبکستان ته ورسېد، او هلته یې «د ازبکستان د ولسمشر د خاص استازي عصمت ایرګاشیف له خوا تود هرکلی وشو، او سبا ته به ملا صاحب د دې هیواد له لوړ پوړو چارواکو سره ملاقات لري.»
خلیلزاد په خپل ټوټیر کي لیکي،«په داسي حال کي چي موږ بین الافغاني مذاکراتو ته ور نژدې کېږو، زموږ تمرکز باید د تشدد پر سمدستي راکمولو باندي وي چي «هم د لاري سیاسي نقشه تولیده کړي، او هم دایمي اور بند ته لاره یوسي.»
واحد فقیري