خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

ټایم مجله: امریکایان او طالبان معاملې ته نژدې سوي دی

ټایم مجله: امریکایان او طالبان معاملې ته نژدې سوي

د امریکا مشهوره سیاسي مجله ټایم د اګسټ پر ۸ لیکي امریکایان او طالبان دونه سره نژدې سوي دي چي ښايي سوله اعلام کړي. خلیلزاد لګیا دی چي د خپل سیاسي ژوندانه تر ټولو مهمه معامله پای ته ورسوي، او جمهورریس ټرمپ د ۲۰۲۰ د انتخاباتو لپاره يې چمتو کاندي.

ټایم لیکي خلیلزاد او ملا عبدالغني برادر په خصوصي توګه خپلو ملګرو ته ویلي چي هغوی یوې موافقې ته سره رسېدلي دي. د هغوی د موافقې پر اساس به اکثره امریکايي عسکر د ۲۰۲۰ د نومبر تر میاشتي مخکي له افغانستانه راووزي، مانا د امریکا د جمهوري ریاست تر انتخاباتو څه مخکي.

یو مهم خنډ چي لا پاته دی هغه دا چي خلیلزاد له طالبانو څخه غواړي چي د تروریزم پر ضد د امریکا یوې قوې ته د پاته کېدو اجازه ورکړي، خو طالبانو د هغه دا تقاضا رده کړې ده. په افغانستان کي د امریکايي قواوو قومندان جنرال میلر ویلي دي چي که چیري د هغه وظیفه یوازي د القاعدې او داعش ښکار وي، هغه دا کار په ځانګړو ایلیټ ځواکونو کولای سي.

ټایم لیکي د خلیلزاد کوښښونو افغان حکومت، امریکايي دپلوماتان، او نظامي افسران په قهر کړي دي، ځکه هغوی وايي د دې تقسیم اوقات موده اوږده نه ده، او هغوی ته د دې موقع نه ورکوي چي د تېرو ۱۸ کالو لاسته راوړني تضمین او خوندي کړي.

ټایم لیکي خلیلزاد افغان، د ملګرو ملتونو، او ناټو مامورینو ته ویلي دي که چیري د دوحې مذاکرات ناکامه سي، ټرمپ ښايي د امریکا عسکر لا ژر وباسي. د خلیلزاد دا څرګندونو د افغان حکومت چارواکي سخت وارخطا کړي دي.

ټایم لیکي چي د امریکا خارجه وزارت د خلیلزاد ټویټونه تکراروي، او د «فوق العاده پرمختګ» خبري کوي.

ټایم لیکي پخوا د ټرمپ ادارې ویل چي له افغانستانه به د امریکايي قواوو د عسکرو راایسل د شرایطو پر اساس وي، خو اوس خبره بل راز سوې ده. افغان چارواکي د ناامیدۍ اسویلی کاږي، او اوس يې دا زړه ته ولېدلې دي چي د امریکايانو وتل نه سي راګرځولای.

ټایم لیکي که چیري د دوحې خبري کامیابه سي، د خبرو بل روانډ به په ناروې کي وي. خو د طالبانو او افغان حکومت تر مینځ خبري ښه نه ښکاري. طالبانو ژمنه کړې ده چي د سپټمبر د جمهوري ریاست انتخابات به مختل او ګډوډوي. اشرف غني پر انتخاباتو باندي ټینګار کوي، خو خلیلزاد په خصوصي ناستو کي د انتخاباتو ځنډ او یا لغوه کولو مشوره ورکړې ده.

د سیګار مشر ټایم ته ویلي دي چي د بین المللي مرستو پرته د افغان حکومت پاېښت نه لري. ښاغلی جان سوپکو وایي،«د افغان امنیتي قواووي بقا نه لري او دوام نه سي کولای.»

واحد فقیري