خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

پیاوړی دولت او د قانون تطبیق لازم او ملزوم

محمدبشیر یوسفزوی
اساسي قانون هدف نه، بلکې وسیله  ده. هدف ولس دی او اساسي قانون د ټولنې د نظم او د ولس د وهوساینې او سوکالۍ لپاره برابرېږي، ځکه قانون ټول حدود ټاکي او ټول یې په منلو او تطبیقولو مکلف دي، مګر د افغانستان غوندې ج
نګ ځپله ټولنه کې د اساسي قانون تطبیق هغومره اسانه نه دی لکه څنګه یې چې فکر کېږي، ځکه له یوې خوا څلوېښت کاله کېږي چې دلته جنګ روان دی، د خلکو روان، چلند، خویونه او کړنې له جنګ څخه متاثره شوې دي.
دوه درې نسله په بې قانونۍ کې زېږېدلي او را لوی شوي دي، نو تر هغو چې دوی د قانون منلو ته اماده کېږي وخت اخلي او له بلې خوا هیواد لا هم عملا په جنګ کې دی. په جنګي وضعیت کې هم د قانون تطبیق هغومره نه تامینېږي، ځکه چې حکومت او اجرائیه برخه تر ډېره په جنګ کې ښکېله او بوخته وي، مګر ولسمشر غني د قانون د تطبیق په موخه په کورنیو چارو وزارت کې اساسي بدلونونه او د دندو تفکیک راوړ، ځکه چې نظم عامه او سرحدي ځواکونه یې له کورنیو چارو وزارت څخه ملي دفاع وزارت ته ولېږدول او ملي پولیسو ته یې د جنګ پرځای د ښار او ټولنې د نظم، د جرایمو د مخنیوي او د اساسي قانون د تطبیق دنده وسپارله. د ولسمشر غني له دغه تصمیم او اقدام سره فوق العاده ښه والی راغلی، ځکه چې په ښارونو کې د جرایمو کچه نوي سلنه راښکته شوې، غله، انسان تښتونکي او نور غیر مسوول وسله وال کسان یا نیول شوي، یا وژل شوي او یا یې هم د نیولو  هڅې روانې دي.
ولسمشر غني دا ځل دولت جوړولو ته ملاتړلې، ځکه د افغانستان عمده ستونزه د قوي مرکز دولت نشتوالی دی، خو له بده مرغه یو شمېر داخلي کړۍ او زموږ ځینې ګاونډي هیوادونه په افغانستان کې د قوي مرکزي دولت د جوړولو مخالفت کوي، مګر ولسمشر غني یې پروا نه لري او په هر قېمت وي چې د افغانستان دغه ځنډنۍ ستونزه او اړتیا به په جرئت پوره کوي او د قوي مرکزي دولت له رامنځته کېدو سره د قانون د تطبیق ستونزه هم خپله له منځه ځي، ځکه د قوي مرکزي دولت په شتون کې هر سړی مجبور او مکلف دی چې د قانون مطابق په خپل لاین وګرځي او څه چې قانون ورته حکم کړی، مسوولیتونه او مکلفیتونه یې ورمعلوم کړي دي هغه باید ترسره کړي، نه خپل حق نورو ته ور پرېږدي او نه هم د بل په حق منګولې خښې کړي.
هیوادوالو ته ښایي چې د افغانستان د ستونزو او بحرانو د اساسي حل او ښه مدیریت په موخه په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د اوسني ولسمشر ښاغلي محمد اشرف غني د دولت جوړوونکي ټيم ټینګ ملاتړ وکړي او په خپلو رایو سره هغه یو ځل بیا د پنځو وکالو لپاره د افغانستان د منتخب ولسمشر په توګه وټاکي، تر څو افغانستان ته ورپېښې ټولې ستونزې او کشالې په اساسي توګه حل کړي.