خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

زده کړې او په مورنۍ ژبه زده کړې ولې مهمې دي؟

محمدروښان ښاد
زده کړه هغه رڼا ده چې زړونه او  ذهنونه روڼوي. ژوند ته مانا او ارزښت ورکوي.  چلند او خویونه مو سموي. مینه، عاطفه، خوږلني او خواخوږي پنځوي. په ښه او ناښه مو پوهوي، حق او باطل راپېژني. د پرمختګ او بریا هسکو ته مو رسوي. دیني، اخلاقي  او ملي ارزښتونه له یوه نسل څخه بل ته لېږدوي. سوله او  نېکمرغي هم په زده کړه کې نغښتې ده. د علم پر مټ ځان او خدای پېژندلی شو. الهي اوامر او خپل مسوولیتونه درک او پر ځای کولی شو. خپل ځان، کورنۍ، ټولنې، ولس ، هېواد، دین او بشریت ته  د خدمت ښه لاره همدغه زده کړه او تعلیم دی.
د اسلام سپېڅلی دین  هم زده کړې ته ارزښت ورکوي. د علم او زده کړې خاوندان د پیغمبرانو وارثان او ځای ناستي بولي. ټول علم او زده کړې ته هڅوي. نبوي ملغلرې  هم  د علم زده کړه د ټولو فرض ګڼي اوپر ټولو له زانګو څخه تر ګوره د زده کړې سپارښتنه کوي.

د ” سبا به ناوخته وي“ نومي کتاب لیکوال او د ملي او نوښتګر فکر څښتن  ډاکټر محمد ابراهیم شینواری په خپل دغه تازه چاپ شوي کتاب کې لیکي چې:” … د علم ستاینه او صفت په قرانکریم کې تل په هغو ځایونو کې راغلې چې تر هغه مخکې د الله جل جلاله د قدرتونو، د مخلوقاتو د عظمت او د کایناتو د پراختیا ذکر راغلی وي. نوموړی عالم وایي له همدې معلومه ده چې د قدرتونو، مخلوقاتو او کایناتو په باب پوهه همغسې علم دی لکه د دیني مسایلو په باب چې فقه علم دی. علم په دین کې فرض دی او د هر ډول علم یادول فرض دي “

د بشر د حقونو د نړیوالې اعلامیې ۲۶ مه  او د اساسي قانون ۴۳ماده  ښوونه او روزنه د ټولو حق ګڼي. د ماشومانو د حقونو کنوانسیون  چې افغانستان هم تصویب کړی دی، ښوونه او روزنه د هر ماشوم حق ګڼي. همدغه کنوانسیون والدینو ته د خپلو اولادونو لپاره د دوی په  خوښه او ژبه ښوونه او روزنه او ښوونځی لرل د هغوی حق بولي.

د همدغه حق او په مورنۍ ژبه د زده کړې د ښېګڼو او ارزښت له پلوه والدین، دیني علما، روحانیون، مشران او د معارف سیمه ییزې شوراګانې دنده لري چې د پوهنې وزارت په مورنۍ ژبه د زده کړې اسانتیاو برابرولو ته وهڅوي. په هغه  ژبه چې ماشومان له مور، همزولو، ټولګیوالو او د لوبو له ملګرو سره پرې خبرې کوي، ځكه په مورنۍ ژبه زده كړه  هغوى ته اسانه وي، درسونه ښه او ژر زده کوي. فکر یې سمه وده کوي. وړتیاوې یې غوړېږي او اغېزمنه زده کړه کوي، خوکه د ماشوم د لوبو، خبرو او زده کړې ژبه سره توپیر ولري، یانې ښوونځی، ښوونکی او کتاب په مورنۍ ژبه نه وي، نو ماشوم له یوې لویې ستونزې او ننګوونې سره مخامخېږي. داسې ستونزه چې ماشوم یې په کوچني ځان د زغملو وس نه لري،  له زده کړې او ښوونځي زړه توری کېږي او ښوونځی پرېږدي،ځكه نو وایي چې له ښوونځي څخه د ماشوم د  ژبې اېستل، له ښوونځي څخه د ماشوم  د اېستلو په مانا ده.