خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د جنرال پیټریس جواب

واحد فقیري

جنرال دېویډ پیټریس د واشنګټن د پل سوخته لاندي د افغان د جنګ د نشه یانو له سرکرده ګانو څخه دی. د واشنګټن د پل سوخته لاندي د افغان د جنګ نور شوقیان او ګرګیان په افغانستان کي د امریکا پخوانی سفیر، راین کراکر، او په واشنګټن کي د پاکستان پخوانی سفیر، حقاني، دی.

جنرال پیټریس پرون د امریکا په معتبر راست اخبار وال سټریټ ژورنال کي د خپلي مقالې په سر کي لیکي چي امریکایان او افغانان دواړه د افغان کشالې سوله ایز حل غواړي، خو « له افغانستانه به د امریکايي عسکرو بشپړ خروج له عراقه د اوباما د ۲۰۱۱ له خروجه لا زیات خطرناکه او زیانمن وي.»

پیټریس ادامه ورکوي او لیکي چي په افغانستان کي طالبان لا نه دي مات سوي! هغه خبرداری ورکوي چي د امریکايي عسکرو «بشپړ خروج به په افغانستان کي تمام عیار داخلي جنګ ته لاره یوسي.» او بیا به افغانستان د هغو ترورسټانو ځاله وګرځي چي پر امریکا باندي یې د سپټمبر حملې هلته پلان کړې.

د پټیریس او د واشنګټن نور د جنګ ګرګیان مدام هڅه کوي چي په امریکایانو کي د سولي په اړه شکونه او ډار خور کړي. هغوی تل دا خبره کوي چي که چیري له افغانستانه د امریکا اشغالګر عسکر راووزي، افغانستان به بیا د ترورسټانو په مرکز بدل سي.

داسي ښکاري چي د پیټریس ذهن او یادداشت خراب سوی دی. جنرال پیټریس په افغانستان کي د یو لک امریکايي عسکرو قومندان وو. که څه هم هله جنرال پیټریس د طالبانو او نورو مخالفانو پر ضد له پوره قساوت څخه کار واخیست، خو بیا هم مطلق ناکامه سو.‌ پیټریس په خپل تمام قوت سره د اربکیانو په جوړولو لګیا سو، او داسي جنایتکاران يې تقویه کړل چي د افغانستان په تاریخ کي يې څوک ساری نه سي پیدا کولی.

مات جنرال پیټریس ته باید دا وویل سي چي امریکا په افغانستان کي د ده په شمول خپل ټول نامتو جنرالان وازمویل، خو نتیجه فقط او فقط ماته، شرم، او خجالت سوه. نو لهذا، پیټریس ته پکار ده چي کرار او آرام پر ځای کښېني، نور د جنګ او تخریب څخه توبه اوباسي، او د قطر د خبرو د کامیابېدو سره که مرسته نه کوي، مخالفت خو يې بېخي و نه کړي.