خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د خلکو وژل قوت نه دی

محمدبشیر یوسفزوی
تېره اونۍ وسله والو  طالبانو د موټر بم برید په پایله کې زموږ ګڼ بې ګناه هیوادوال پلازمېنه کابل کې شهیدان او ټپیان کړل او په زرګونو کورنۍ یې د ویر په ټغر کېنولې. په افغانستان کې جنګي او ترویستي ډلې خپل حضور او قوت د دغه ډول جنابتونو او وژنو په ترسره کولو سره ښیي، حال دا چې د خلکو وژل قوت نه، بلکې ضعف دی.
که چېرې وسله والې ډلې په رښتیا هم غواړي خپل قوت وښیي، نو بیا دې د جنګ په ډګر کې زموږ ویاړلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ور مخ شي. دوی دې خپل قوت د جنګ په ډګر کې معلوم کړي. د بې ګناه او بې دفاع خلکو وژل د دوی قوت نه ښیي. دا د دوی ضعف، بزدلي او وحشت ښیي.
وسله والو طالبانو ته ښایي چې د بې ګناه هېوادوالو د وژلو او وینو بهولو دغه روان بهیر ودروي. دوی که په رښتیا هم ځانونه افغانان بولي، نو خپلو خلکو ته دې د ژوند کولو زمینې او اسانتیاوې برابرې کړي، هغوی ته دې بېلابېل خدمات ورکړي. د هرې ورځې په تېرېدو سره  دې د کونډو او یتیمانو شمېر نه زیاتوي.
جنګي ډلو ته ښایي چې د خدای امر او د ولس هیلې ته چې سوله ده غاړه کېږدي او درناوی یې وکړي. پراختیايي او بیا رغاونې د چارو پر وړاندې ستونزې او خنډونه پېښې کړي. د ښوونکو، زده کوونکو، ډاکټرانو، انجیرانو، د ملي اردو د سرتېرو، ملي پولیسو او نورو د بې ځایه وژلو څخه لاس په سر شي.
جنګي ډلې دې یو پر بل باور وکړي. په ګډه د هېواد او هېوادوالو د سوکالۍ او نېکمرغۍ لپاره مټې راونغاړي. په خپلو کې سره پخلا شي او تر دې وروسته په ګډه یو له بل سره  د وروڼو او هېوادوالو په څېر د لویو او هغو ملي موخو لپاره کار وکړي چې د افغان ، افغانستان او ټولو په ګټه وي.
په جنګ کې ښکېلې خواوې او ډلې دې پوه  شي چې جنګ د هیڅ لوري په ګټه نه دی، جنګ ګټونکی نه لري، خو په جنګ کې د ټولو تاوان دی، په جنګ کې ورځ په وررځ ولس بدمرغه کېږي او هیواد په کې له پرمختګ څخه شاته پاتې کېږي. که جنګ ګټونکی لرلای، نو په تېرو څلوېښتو کالو کې به یې ګټونکی معلوم شوی وای. د جنګ ګټه زموږ ګاونډیانو او دښمنانو ته ځي، ځکه موږ په جنګ کې ښکېل یوو او دوی زموږ له منابعو څخه بېغمه وړیا استفاده کوي.
زموږ د جنګ یو عمده او اصلي لامل زموږ ګاونډیان دي، ځکه هغوی پټ او ښکاره جنګي ګروپونه تجهیزوي. وسلې او باروت او د جنګ نقشې ورکوي، په یوه او بله پلمه یې د خپلو خلکو وژلو او د خپل هیواد ویجاړولو ته لمسوي. دغه وحشت او جنایت نور هیچاته هم د منلو وړ نه دی، نو پکار دی چې پایته ورسېږي او د پایته رسولو لپاره یې د جنګي ډلو او ولسونو صادقانه همکاري او همغږي ته اړتیا ده.