د ټرمپ په خبرو د افغانانو غبرګونونه
مطیع الله سحر
تېره ورځ د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په واشنګټن کې د پاکستان له لومړي وزير عمران خان سره په ناسته کې خبریالانو ته وويل که دی وغواړي نو د افغانستان جګړه په یوه اونۍ کې ختمولی شي او د دې کار لپاره دی په لسو ورځو کې افغانستان د نړۍ له نقشې ورکولی شي، خو نه غواړي چې داسې وکړي. یعنې دا په دې معنا دې چې افغانستان دوی ته هېڅ هم نه ښکاري دوی د افغانستان له زوره ندي خبر. دوی چې افغانستان ته په کومه سترګه ګوري دا هر څه غلط دي، ځکه چې له افغانانو سره زور دې او هېڅ داسې یو هیواد به ونشي کولی چې له افغانانو سره جګړه وکړي او مات یې کړي.
د ټرمپ د دغو غیر مسوولانه څرګندونو پر وړاندې لومړنی توند غبرګون د ولسمشر غني و، ځکه له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه خپرې شوې مطبوعاتي اعلامیه لیکي: ” افغانستان د نړۍ له پخوانیو ملتونو او دولتونو څخه یو دی چې د تاریخ په اوږدو کې له څو بحرانونو څخه راوتلی دی. د افغانستان ملت هېڅ بهرني قدرت ته د خپل برخلیک د ټاکلو اجازه نه ده ورکړې او نه به یې ورکړي. له نړۍ او په ځانګړې ډول له امریکا متحده ایالاتونو سره زموږ شراکت او همکاري د متقابلو ګټو او متقابل درناوي په اساس دی. موږ د سولې په راوستلو کې د امریکا د همکارۍ ملاتړ کوو، اما زموږ د هیواد د اساسي برخلیک د بهرنیو دولتونو د مشرانو په ناستو کې د افغانانو د زعامت له حضور پرته نشي ټاکل کېدلی. زموږ افغانستان به تل د نړۍ د سیاست صحنه کې په صلابت او عظمت پاتې شي. “
ټرمپ په اصل کې د افغانستان تاریخ ته کتنه ندې کړې او نه یې هم په اړه معلومات لري ځکه خو دا ډول خبرې کوي. دلته ډېرو لويو لويو ککریو سر خوړی او له ځينو نه خو یې هغه لاره هم ورکه کړې وه چې په کومه راغلي وه او په کومه لاره بېرته لاړ شي. دا هغه پاکه او مقدسه خاوره ده چې د هېچا تېری په ځان نه مني، دا خاوره په هر وخت کې داسې بچیان لري چې د پاکستان او امریکا په شان نورو ډېر هیوادونو څخه خپله لاره ورکه کړي.
دلته له سکندر، چنګېز،برطانیه او ان د روسې په شان ستر یرغلګر داسې مات او په شرمو شرمېدلي دي چې خپله اصلي جغرافیه یې هم ونشوای ساتلی. اوس دوی هم خپل وزرونه کړي دي داسې ښکاري چې دوی هم له خپلې جغرافیه څخه تنګ راغلي دي.
د ټرمپ په داسې خبرو کولو سره په هیواد کې په ټولنیزو رسنیو باندې هیواد والو هم توند غبرګونونه وښودل. هیواد وال هم حکومت ته د دې ډاډ ورکوي چې د داسې خلکو په خبرو باندې هېڅ پروا هم مه لرئ ځکه چې تاسو خو یوازې نه یاستي مونږه ټول هیواد وال به په ګډه له دښمن سره جګړه کو او دښمن به مات وو. مونږه چې د روسې په شان ستر ځواک د کوتک په زور له هیواده بهار کړ چې هغه وخت له نورو هیوادونو سره وسلې او نور تجهیزات هم وه هغوی مات نشو کړی خو همدغو افغانانو د کوتک په زور مات کړل او له هیواده یې بهار کړل. او بیا نن ورځ خو هر څه لرو هغه که هر ډول سپکې او درنې وسلې وي او که نور د جنګ تجهيزات نو دښمن خو په اسانۍ سره مات ولی شو.