یکانومیسټ: امریکا او طالبان معاملې ته نژدې سوي دي
واحد فقیري
د برتانیې مشهوره سیاسي مجله یکانومیسټ لیکي کله چي خلیلزاد د طالبانو سره د اتم روانډ خبري خلاصي کړې، هغه دا و نه ویل چي له افغانستانه د امریکايي عسکرو د راایستلو معامله تکمیله سوې ده. خو دېته یې ورته شان خبره وکړ. هغه وویل چي خبري «ګټوري» وې، او اوس دواړي خواووي پر «تکنیکي جزییاتو» باندي خبري کوي.
د یکانومیسټ مجله لیکي د قطر خبري نسبتا روښانه او څرګنده دي. امریکا به له افغانستانه خپل څلورلس زره عسکر باسي، او طالبانه به وعده کوي چي بیا به د افغانستان خاوره د بین المللي تروریزم لپاره نه کارول کېږي.
امریکایان هیلمن دي د افغانستان د جمهوري ریاست انتخاباتو ته ضرورت پیدا نه سي، ځکه انتخابات به په اغلب ګومان جعلي او له جنجاله ډک وي.
یکانومیسټ لیکي د قطر په خبرو کي د امریکایانو سرې کرښي معلومي نه دي. په کابل کی حاکم افغانان اندېښمن دي چي امریکایان به طالبانو ته زیات امتیازات ومني، او خپله به په منډه له افغانستانه ووزي. امریکایان ښايي صرف د تشدد په راکمولو هم راضي سي، او تر رسمي اروبند تېر سي.
خو مشکل دا دی چي طالبان نه غواړي تر هغه وخته د نورو افغانانو سره خبري وکړي، تر څو امریکایانو د خپلو عسکرو د وتلو لپاره یو ټاکلی تقسیم اوقات نه وي اعلام کړی. حتی که چیري امریکا همدا کار هم وکړي، دا معلومه نده چي طالبان به د کابل له حکومت سره خبري وکړي، ځکه هغوی يې ګوډاګي بولي.
د یکانومیسټ مجله لیکي اوس سوال دا دی چي څوک به د افغان حکومت استازیتوب کوي؟ د اشرف غني مشروعیت جنجالي او لړزانه دی. حتی که چیري اشرف غني بیا انتخاب هم سي، د هغه مشروعیت به اعاده او غښتلی نه سي. ځکه حتما به په انتخاباتو کي په پېخر ټګي برګي وسي.
خلیلزاد د انتخاباتو ځنډول غواړي، خو غني يې مخالف دی.
یکانومیسټ لیکي خو په عین زمان کي له افغانستانه د امریکا د وتلو بې تابي به افغان حکومت د طالبانو سره په خبرو کي په کمزوري موقف کي واقع کړي. ټرمپ خپلو مشاورینو ته ویلي چي له افغانستانه باید ټول امریکايي عسکر د ۲۰۲۰ تر انتخاباتو مخکي راوایستل سي. یکانومیسټ لیکي د ټرمپ دا ضرب الاجل د طالبانو لاس را ور قوي کوي.
یکانومیسټ لیکي پاکستان غواړي چي مرسته وکړي. ځکه د طالبانو او امریکایانو تر مینځ د سولي معامله به د واشنګټن او اسلام آباد ترینګلي روابط ښه کړي. مګر که چیري طالبان بیا د قدرت واګي په لاس کي ونیسي، دا به د هند لپاره یوه کاري ضربه وي. د افغانستان ګاونډیان به هلته د بې ثباتۍ په اړه اندېښمن وي. خو د ښاغلي ټرمپ لپاره به دا خبره د بل چا پرابلم وي.
#DPolPost