خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

ټرمپ ته د خلیلزاد ګزارش او د کوټي چاودنه

په داسي حال کي چي نن خلیلزاد جمهورریس ټرمپ ته د قطر د خبرو په اړه خپل ګزارش ورکوي، لدې تاریخي ملاقات څخه فقط څو ساعته مخکي د کوټي په یوه مسجد کي یوې درنې چادونې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده یو ورور، ملا حمیدالله، وواژه.

په یوه ورځ کي، دا دوې حادثې ښايي څه ارتباط سره ولري. داسي ښکاري چي یو څوک نه غواړي د افغانستان کشاله فیصله سي، او یو سوله ایز حل ورته پيدا سي. داسي برېښي چي هغوی هڅه کوي چي د سولي پروسه تخریب او ورانه کړي.

دا چي د دې حادثې تر شا به د چا لاس وي، سمدستي يې هویت ښودل ناممکن کار دی، خو یو شی بېخي واضح دی او هغه دا چي د طالبانو او امریکایانو تر مینځ راتلونکې موافقې ځیني جنګ طلبان او د افغان د سولي دوښمنان سخت په غوسه کړي دي.

البته پدې کي شک نسته چي په پاکستان کي ځیني کړۍ د افغانستان د سولي سره مخالفت لري. فقط څو ورځي مخکي د پاکستان یو مشهور سیاستوال، شهباز شریف، د افغانستان د سولي پر ضد ځیني خصمانه څرګندوني وکړې.

دغه راز،‌ اشرف غني، امر الله صالح، او د ارګ نور د جنګ ګرګیان د جنګ دوام ته ډول وهي، او د سولي د سبوتاژولو لپاره خپل ټول کوښښ کوي.

که څه هم تر اوسه پوري هیچا د دې چادوني مسولیت نه دی منلی، خو دا حدس حقیقت ته ډېر نژدې دی چي دا د هغو خلګو کار دی چي سوله د ځان په تاوان ویني.

واحد فقیري