خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

سوله حتمي او باوري ده

محمدروښان ښاد
دکابل پروسې ناسته کې ولسمشر غني په وضاحت سره وسله والو طالبانو ته د سولې بلنه ورکړه او هیڅ ډول قید او شرط یې ورته کېنښود، مګر کله چې د کابل پروسې دویمه ناسته پای ته ورسېده نو طالبانو د ذبیح الله مجاهد چی د طالبانو ویاند ده یوه اعلامیه خپره کړه او په اعلامیه کې راغلي و، چې مونږ له افغان حکومت سره سوله نه کوو.
دوی ځکه له افغانانو سره سوله نه کوي، چې دوی د افغانانو د وژلو لپاره استخدام شوي دي، دوی په خپل واک او اختیار کې نه دي. د دوی فکر د سولې فکر نه دی، دوی د سولې او ابادۍ اراده نه لري. دوی ازاد او خودمختار نه دي. دا یوه اجورتي قاتله ډله ده. چې یوازې او یوازې د افغانانو د وژلو لپاره استخدام شوې ده.
په اسلام اباد کې ولسمشر غني افغان کډوالو سره په کتنه کې یو ځل بیا پر وسله والو طالبانو غږ وکړئ چې سوله ومنئ او راشئ چې په حکومت کې سهم درکړو، مګر سهم د دې لپاره نه درکوو چې تاسو زورور یاست، بلکې سهم د دې لپاره درکوو چې وطن ته مو غم راوړی دی او موږ غواړو چې دغه غم پایته ورسېږي.
طالبانو له تېرو اتلسو میاشتو راهیسې له امریکایانو سره د تړلو دروازو ترشا د سولې خبرې پیل کړې دي. د طالب دې کمزوري منطق ته ګوره چې جنګ یې له افغان سره دی، ورانوي افغانستان، شهیدانوي افغانان، مګر کله چې د سولې خبره شي، نو بیا له امریکا سره سوله کوي، حال دا چې دا یوه نیمه لسیزه یې امریکایان یرغلګر بلل او ویل یې چې دوی راغلي او زموږ وطن یې اشغال کړی دی او له دوی سره باید وجنګېږو، مګر نن بیا له همغو یرغلګرو سره سوله کوي او له خپلو هیوادوالو سره جنګ ته ادامه ورکوي.
د کابل پروسې له ناستې وروسته کله چې طالبانو له افغان دولت سره د سولې له خبرو انکار وکړ، نو د امریکا یو لوړپوړی پلاوی افغانستان ته راغی او له دی ځای نه یې د رسنیو په واسطه طالبانو ته وړاندیز وکړ چی تاسو مونږ سره سوله مه کوئ، که تاسو سوله کوئ له افغان حکومت سره یئ وکړئ. مګر د دې باوجود لا هم طالبان له افغانانو سره د سولې له خبرو انکار کوي او له امریکایانو، روسانو او چینایانو سره بېغمه خپلې خبرې او مذاکرات کوي.
په دې کې شک نشته چې سوله راتلونکې ده او خامخا به راځي، ځکه سوله الهي امر او د افغان ولس لویه هیله او غوښتنه ده، هیڅوک هم د سولې مخه نشي نیولای. د ولس په ملاتړ، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د مېړانې او سرښندنو له برکته به هم که خدای کول هیواد ته تلپاتې او باعزته سوله راځي، ځکه چې سوله د ولسمشر غني په کاري لومړیتوبونو کې قرار لري. له همدې امله د سولې لپاره بېدرېغه عملي هلې ځلې کوي، مګر د باعزته او تلپاتې سولې لپاره. د داسې سولې لپاره چې د هیواد عزت په کې خوندي وي او افغانان په کې د تل لپاره د ارامۍ، هوساینې او نېکمرغۍ احساس وکړي.