خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

جمهورریس ټرمپ نن (سې شنبې) یو ځل بیا وعده وکړه چي امریکايي عسکر به له افغانستانه راوباسي

جمهورریس ټرمپ نن (سې شنبې) یو ځل بیا وعده وکړه چي امریکايي عسکر به له افغانستانه راوباسي، خو هغه زیاته کړه،«موږ به تل هلته خپل استخبارات وساتو،‌او موږ به تل هلته یو څوک ولرو.» ټرمپ په سپینه ماڼۍ کي خبریالانو ته وویل،«افغانستان د تروریزم لپاره د هاروارډ پوهتنون دی. نو لهذا، موږ به تل هلته یو څوک وساتو.»

ټرمپ وویل موږ د طالبانو سره د خپلو عسکرو پر راایستلو باندي خبري کوو. هغه وویل،«موږ په افغانستان کي جنګ نه کوو، موږ هلته د پولیس وظیفه اجرا کوو. حال دا چي موږ باید پولیس و نه اوسو.»

ټرمپ د طالبانو په باره کي وویل،«پدې جهان کي پر هیچا باندي اعتماد نه سي کېدلای، خو طالبان غواړي چي نور زموږ سره جنګ و نه کړي. ځکه هغوی زیات تلفات ویني.»

ټرمپ زیاته کړه،«طالبان د افغان حکومت ته احترام نه لري. له ډېر وخت راهیسي د هغوی له یو بل څخه بد راځي. قریب ۱۹ کاله کېږي چي موږ هلته د سوله ساتونکو دنده لرو. خو بالاخره موږ باید دا و منو چي نور بسته.»
ی
ټرمپ وویل کله چي هغه د امریکا پوځي روغتون ته ولاړ سي، هلته ځوان امریکايي عسکران ویني چي لاسونه، پښې، او د بدن نور غړي یې په جنګ کي له لاسه ور کړي دي.‌

واحد فقیري