خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د قطر خبري: خلیلزاد به د جنګ د ختمولو اعلامیه نهايي کړي

 

د قطر خبري: خلیلزاد به د جنګ د ختمولو اعلامیه نهايي کړي

د طالبانو او امریکایانو تر منیځ نن د قطر پر وخت د شپې د نهم روانډ خبري پیل سوې. د دې خبرو یو امریکايي عالي رتبه ګډونوال وايي،«دا حیاتي خبري دي، او جزییات به په کښې فیصله سي.»

ټاکل سوې ده چي خلیلزاد به د قطر تر خبرو وروسته کابل ته ولاړ سي.

یو امریکايي دپلومات وايي،«خلیلزاد به د افغان حکومت مشران د سولي د معاملې په اړه باخبره کړي، او بیا به د افغانستان د جنګ د ختمولو اعلامیه نهايي کړي.» (رویټرز)

د ملاقات مخکي، ملا عبدالغني برادر او خلیلزاد دوه په دوه سره کتلي دي. (اسوشیټیډ پریس)

واحد فقیري