طالب استازی: موږ په خپل منځ کي د سولي په اړه جدي بحثونه لرل
د طالبانو د قطر د مذاکراتو یو عالي رتبه غړی وايي چي د نهم روانډ د خبرو د شروع کېدو تر مخه طالب مشرانو د سولي د خبرو په اړه جدي او پراخ بحثونه لرل.
دغه طالب مشر وايي،«موږ د امریکایانو سره د ټولو مسایلو پر جزییاتو باندي بحث کړی دی. که چیري امریکایان صادقه وي، موږ به وکړای سو چي د سولي موافقه لاسلیک کړو. ټول مهم مسایل حل سوي دي، او ښايي پدې ناسته کي کوم مهم پرابلم پېښ نه سي.»
هغه وايي ملا هبت الله اخندزاده او ملا عبدالغني برادر د سولي په اړه پر ټولو مسایلو باندي خبري سره کړي دي.
هغه زیاته کړه،«زموږ ټیم کاملا چمتو دی، او د فیصلې کولو پوره صلاحیت لري. خو سوال دا دی چي ایا امریکایان به غیر واقعي مطالبې ولري او کنه.»
ځيني طالب منابع وايي امریکایان چمتو دي چي د خپلو عسکرو د وتلو پلان اعلام کړي، خو په مقابل کي له طالبانو څخه غواړي چي په ګرده افغانستان کي اوربند اعلام کړي. طالبانو د امریکایانو دا غوښتنه رد کړه.
«موږ امریکایانو ته وویل چي موږ به یوازي په هغو سیمو کي اور بند اعلام کړو چي امریکايي عسکر ترې ووزي. دغه راز، موږ دا تعهد هم وکړ چي موږ به اوربند اعلام کړو، خو هغوی باید د طالبانو پر ضد خپل ټول نظامي عملیات سټاپ کړي.»
طالبان وايي چي امریکایان د خپلو قواوو د ایستلو لپاره د یوه کال غوښتنه کوي، خو هغوی پر شپږو میاشتو باندي ټینګار کوي.
هغه وايي،«موږ د سولي تر موافقې را وروسته پر بین الافغاني خبرو باندي موافقه وکړه. موږ امریکایانو ته په ډاګه وویل چي موږ به د افغان حکومت سره نېغ په نېغه د سولي خبري و نه کړو.» (مبنع: د نیوز: اګسټ ۲۳، ۲۰۱۹)
واحد فقیري