خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

امریکايي ماهران وايي که چیري ټرمپ له افغانستانه امریکايي ځواکونه راوباسي، امریکایان به د ټرمپ مخالف سي

امریکايي سیاسي مبصر، ډېن کالډویل، لیکي د خارجي پالیسۍ ځیني امریکايي ماهران وايي که چیري ټرمپ له افغانستانه امریکايي ځواکونه راوباسي، امریکایان به د ټرمپ مخالف سي. خو لیکوال وايي دا یوه غلطه ادعا ده، ځکه د عامه افکارو سروې ښيي چي د ټرمپ دا اقدام به زیات امریکایان لا خوشحاله کړي.

لیکوال کاږي موږ افغانستان د سپټمبر تر حملو راوروسته اشغال کړ، څو هلته القاعده او طالبان مجازات کړو. موږ خپل هدف تر لاسه کړ. خو موږ په افغانستان کي خپل ماموریت پراخ کړ، او د ملت او دولت جوړولو په لټه کي سو. پدې برخه کي موږ زیات تاوان وکړ.

له نېکه مرغه اوس امریکایان پوه سوي دي چي د افغان جنګ یو عبث او زیانمن جنګ دی. ۵۷ ٪ امریکایان له افغانستانه د امریکايي عسکرو راوتل غواړي. په متقاعدو عسکرو کي دا فیصدي لا جګه ده.

لیکوال وايي ټرمپ پر سمه لاره روان دی. د امریکا خلګ يې ملاتړ کوي. اکثره امریکایانو پوهېږي چي زموږ بې پایانه جنګونو موږ نه یو مصون کړي. (اګسټ ۲۳، ۲۰۱۹

واحد فقیري