خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د (سي ای ې) افغان ملیشاوي د سولي خنډ دي

واحد فقیري

په امریکا کي د بروان پوهنتون‌ یوه نوې څېړنه وايي چي د سي ای ې (سیا) افغان ملیشاووي د افغانستان د سولي په لاره کي ستر خنډ دي. د امریکا مرکزي استخبارات د دې افغان ملیشاوو ملاتړ کوي، او معاش، روزنه، او وسلې يې سیا ورکوي.

دا تحقیقات وايي کله چي امریکا افغانستان اشغال کړ، سیا ځیني افغان ملیشاوي استخدام کړې. سیا د هغوی ته په معاش په ښکاره ډبل ورکوي، او د طالبانو او داعش پر خلاف يې جنګوي.

دا تحقیقات د امریکا مشهور پوهنتون (بروان پوهنتون) لخوا سوي دي. او عنوان يې (د سي ای ې لښکر: د بشر حقوقو ته خطر او د سولي مانع) دی.

د بروان پوهنتون تحقیقات يو ځای وايي:

«د سیا افغان ملیشاوي یوه خطرناکه قوه ده. هغوی ته جګ معاشونه ورکول کېږي، او زیات امتیازات لري. هغوی به د خپل معاش د کمېدو سره سخت مخالفت وکړي،‌ او نه به هم په افغان امنیتي قواوو کي د ادغام لپاره علاقه وښيي. که چیري سیا هغوی خوشي کړي، هغوی به د یوه جنګسالار سره یو ځای سي، او یا به پر مختلفو ډلو باندي ووېشل سي، او ملکي کسان او تجاران به شکوي.»

دا تحقیقات وايي چي د سیا د افغان ملیشاوو شمېر لږ تر لږه (۶۰۰۰) کسان دي. د بروان پوهنتون څېړنه وايي د سیا افغان ملیشاوو ډېر زیات ملکي خلګ قتل کړي دي، او د بشر د حقوقو څخه يې ډیري سرغړوني کړي دي. د هغوی عملیات مخفي وي،‌ او سیا هڅه کوي چي هغوی پټ وساتي.

دا تحقیقات وايي څرنګه چي د سیا افغان ملیشاوي د حکومت تر کنټرول لاندي نه دي، هغوی به د افغان دولت د جوړولو پروسه تخریب کړي، او هم به د دایمي سولي چانس خراب کړي.

د بروان پوهتنون څېړنه سپارښت کوي امریکا باید د سیا د افغان ملیشاوو مالي او سیاسي حمایت خوشي کړي، ځکه که امریکا دا کار وکړي په افغانستان کي به د سولي او مصالحې چانس لا قوي سي.

د بروان پوهنتون تحقیقات وايي چي د سیا افغان ملیشاوي به هغه قوه وي چي امریکا غواړي په افغانستان کي يې د خپلو ځواکونو تر خروج وروسته پرېږدي، څو د تروریزم پر خلاف جنګ وکړي.

څېړنه وايي چي د امریکا استخبارات (سیا) د افغانستان د مخدره موادو په قاچاق او بزنس کي غفلت او ضمني رضایت ښودلی دی.

منبع: برېټبارټ نیوز