خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

ګالپ: ۵۷٪ افغانان وايي چي تېر کال يې د بد اقتصاد له وجي ډوډۍ نه سوای اخیستلای

 

ګالپ: ۵۷٪ افغانان وايي چي تېر کال يې د بد اقتصاد له وجي ډوډۍ نه سوای اخیستلای

د عامه افکارو د سروې مشهوره امریکايي موسسه، ګالپ، په افغانستان کي د امنیت، حکومتوالي، اقتصاد، او نورو مسایلو په اړه د عادي افغانانو نظریات راغونډ کړي دي. د ګالپ د سروې دوهمه مسله اقتصاد دی.

د ګالپ سروې لیکي چي په ۲۰۱۸ کي قریب ۶۰ ٪ افغانانو د کمزوري اقتصاد له کبله د ډوډۍ د اخیستلو توان نه لاره.
په ګرده افغانستان کي وچکالي خوره ده. د هیواد په شمال، شمال شرقي، او جنوب غربي سیمو کي وچکالي تر بل هر ځای زیاته ده.

بلخوا، څه د پاسه ۵۰ ٪ افغانانو وايي چي د کور د کرايي سره ستونزه لري.

ګالپ لیکي هیڅ افغان نه وايي چي «اقتصادي ژوند يې ښه دی.» دغه راز،‌ ۵۵ ٪ فیصده افغانان وايي چي اقتصادي ژوند يې ډېر سخت دی. ۹۰ ٪ افغانان وايي چي د غني د حکومت په دوران کي يې اقتصادي مشکلات تر بل هر وخت زیات سوي دي.

ګالپ لیکي که چیري انتخابات وسي، د افغانستان راتلونکي جمهورریس به د سترو اقتصادي چلنچونو سره مخامخ وي. دغه راز،‌ نوی جمهورریس به د اوبو د مهارولو په برخه کي هم مشکلاتو ولري. خو تر ټولو مهمه ستونزه به یې دا وي چي ایا ګاونډ ملکونه به د افغانستان نوی جمهورریس جدي ونیسي او کنه، ځکه اوسنی جمهورریس د طالبانو او امریکایانو له خبرو څخه لیري او منزوي ساتل سوي دی.
واحد فقیري.