له افغانستانه د امریکا وتل قطعي ښکاري
د قطر له خبرو څخه داسي ښکاري چي ډېر ژر به د طالبانو او امریکایانو تر مینځ د سولي یوه موافقه او د امریکايي عسکرو د وتلو تقسیم اوقات اعلام سي.
د جهان تاریخ موږ ته دا ښيي چي هیڅ اشغالګره قوه په بل ملک کي د ابد لپاره نه پاتېږي. سیاسي، اقتصادي، او ستراتيژیک ضرورتونه بالاخره هغوی دېته اړباسي چي خپله کډه بار کړي.
په تاریخ کي، تباه کونکي او اوږده جنګونه هله پېښېږي چي یو مقتدر هیواد د کمزورو هیوادونو په اړه غلط قضاوت وکړي، او داسي وانګېري چي ښايي سیاسي نتایج د قوې په زور سمبال او اداره کړای سي.
عبث او بې پایانه جنګونه هله شروع کېږي چي یو سوپرپاور د کمزورو ولسونو د عزت او برم خیال و نه ساتي، بلکي عمدا د هغوی توهین او سپکاوي ته ملا وتړي.
متحده ایالاتو همدا تاریخي اشتباه په افغانستان او عراق کي وکړه.
متحده ایالاتو ګومان کاوه چي د خپلو کمزورو دوښمنانو په مقابل کي به آني او سمدستي کامیابي تر لاسه کړي. شوروي هم د افغانستان په هکله همدا اشتباه وکړه. هله شوروي ګومان کاوه چي ډېر ژر به دا څو ببرسري مجاهدین تباه کړای سي. انګریزانو هم د افغانستان په اشغالولو کي همدا خام خیال لاره.
البته د تاریخ په شهادت، اکثرو امپراتوریو د خپلو ضعیفو دوښمانانو په اړه همدا غلط ګومان کړی دی. هغوی باور لاره چي جنګ به محدود وي، او ژر به ختم سي!
خو د تاریخ بل تریخ واقعیت دا دی چي امپراتورۍ هیڅکله له تاریخه د عبرت درس نه زده کوي. مدام پخوانۍ اشتباهات تکراروي. هر نسل دا ګومان کوي چي تر پخوانیو سمارټ او زرنګ دي.
د تاریخ بل پند دا دی چي هغه ملتونه چي خپل سیاسي برخلیک خارجیانو ته حواله کړي، هغوی هیڅکله خیر او ثبات ته نه رسېږي. مدام خوار او ذلیل وي.
نو لهذا، اوس د افغان ملت ته لپاره پکار ده چي لاسونه سره ورکړي، او د خپل آینده ژوند لپاره هوښیار او درست تصمیمونه ونیسي. بې تفاوته پاته نه سي. بېځایه غرور او تکبر و نه کړي. غافل او بې غمباشه و نه اوسي. او بالاخره د یوه آباد، ښاد، او امن افغانستان لپاره ملاوي وتړي.
د خپل سیاسي برخلیک په ټاکلو کي فعاله او رغنده ونډه واخلي. او د خپلي آزادۍ او مدني حقوقو څخه دفاع وکړي. د دایمي سولي لپاره بسیج، راغونډ، او منظم سي.
واحد فقیري