پامپیو: امریکا هیڅکله په افغانستان دایمي حضور نه دی غوښتی
پامپیو: امریکا هیڅکله په افغانستان دایمي حضور نه دی غوښتی
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پرون د انډیانا په ایالت کي متقاعدو امریکايي عسکرو ته په خپله وینا کي وویل،«موږ القاعده تباه کړه.»
پامپیو وویل چي جمهورریس ټرمپ هغه او نورو امریکايي دپلوماتانو او مامورینو ته امر کړی دی په افغانستان کي «د امریکايي عسکرو شمېر چي هر څونه ژر او زیات ممکن وي راکم کړو.»
پامپیو وویل چي د قطر له خبرو څخه د دواړو خواوو تمه دا ده چي یوې نهايي نتیجې ته سره ورسېږي.
واحد فقیري