خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د قطر د خبرو وروستی پړاو

د قطر د خبرو وروستی پړاو

خلیلزاد به کابل ته سفر وکړي، او هڅه به وکړي چي اشرف غني دېته تشویق کړي چي تر انتخاباتو مخکي د امریکا او طالبانو تر مینځ د سولي موافقه ومني.

که چیري یوه موافقه وسي، امریکا او طالبان به په دوحه کي دا مراسم تر سره کړي. پدې مراسمو کي به د خلیج د سيمي هیوادونه، اروپايي ملکونه، او ښايي چین او روسیه هم ګډون ولري.

که چيري خلیلزاد د طالبانو سره موافقې ته ورسېږي، هغه به کابل ته د دوو یا دریو ورځو لپاره ولاړ سي،‌ او هلته به د غني د تصویب او ملاتړ د تر لاسه کولو لپاره کوښښ وکړي. لدې څخه راوروسته به خلیلزاد بېرته قطر ته ور ستون سي،‌ او په قطر کي به د ملا عبدالغني برادر سره یو ځای دا موافقه لاسلیک کړي.

د امریکا او طالبانو موافقه په دریو ژبو باندي لیکل سوې ده—انګریزي، فارسي، او پښتو. پدې موافقې کي راغلي دي چي امریکايي عسکر باید د ۱۵ یا ۱۸ میاشتو په موده کي په تدریج سره ووزي. مانا د امریکا د انتخاباتو مخکي باید وسي.

پدې موافقه کي د اوربند مسله هم یاده سوې ده.‌ لدې وروسته به بین الافغاني مذاکرات د ناروې د اوسلو په ښار کي وسي. همدااوس، یوه ډله دپلوماتان اوسلو ته ورغلي دي،‌څو هلته د خبرو لپاره زمینه مساعده کړي.(منبع: پارن پالیسي)
واحد فقیري