ټرمپ: په افغانستان کي به د اوس لپاره ۸۶۰۰ عسکر وساتو
ټرمپ: په افغانستان کي به د اوس لپاره ۸۶۰۰ عسکر وساتو
جمهورریس ټرمپ د فاکس نیوز راډیو سره په یوې نوي مرکي کي وویل، امریکا د طالبانو سره یوې موافقې ته نژدې سوې ده، خو نتیجه لا نامعلومه ده. هغه وویل،«موږ به په افغانستان کي تل خپل حضور وساتو. خو موږ هلته همدااوس خپل موجودیت په لویه پېمانه راکموو. موږ به هلته عالي استخبارات ولرو.»
هغه زیاته کړه امریکا به په افغانستان کي د خپلو عسکرو شمېر ۸۶۰۰ ته راکم کړي،«او بیا به وروسته فیصله وکړو چي څه باید وکړو.» هغه زیاته کړه،«موږ باید پر افغانستان باندي خپل نظارت وساتو، خو موږ خپل حضور راکموو.»
ټرمپ وویل که چیري یو ځل بیا له افغانستانه پر امریکا باندي ترورستي حمله وسي،«موږ به هلته بېرته د داسي قوې سره ورسو چي هغوی به هیڅکله هم نه وې لېدلي، خو زه باور نه لرم چي داسي شی دي پېښ سي.»
ټرمپ پدې مصاحبه یو کرت بیا وویل چي افغانستان د ترویزم هاروارډ پوهتنون دی.
واحد فقیري