خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

جنرال ډنفورډ: د افغانستان اوسنی حالت یو تغییر ته اړتیا لري

د امریکا د نظامي ځواکونو لوی درستیز، جنرال ډنفورډ، وايي،«د افغانستان اوسنی حالت یو تغییر ته اړتیا لري.» هغه زیاته کړه،«زه فکر کوم چي د یوې موافقې امتحانول ضروري دي چي هم بین الافغاني مذاکراتو ته لاره یوسي او هم د تشدد د راکمولو باعث سي.»

جنرال ډنفورډ وویل همدااوس افغان ځواکونه د امریکا کومک ته ضرورت لري، خو «که چیري په آینده کي یوه موافقه ترلاسه سي، که چیري امنیتي شرایط بدل سي، بیا نو څرګنده خبره ده چي زموږ حالت به هم بدل سي.»

هغه علاوه کړه چي موږ به په افغانستان کي خپل حضور د شرایطو او عملیاتي فضا سره سم عیار کړو.«د مذاکراتو په نتیجه به عملیاتي فضا په څرګنده توګه بدله سي،‌ خو زه فکر کوم چي هله باید بیا خپله ارزیابي وکړو.»

هغه وویل،«زه همدااوس د خروج کلمه نه کاروم. موږ وایو چي افغانستان باید بیا د تروریزم په ځالي باندي بدل نه سي.»