خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

ټرمپ د افغانستان په موضوع کي خپل د امنیت د شورا مشاور څنډي ته کړیدی

ټرمپ د افغانستان په موضوع کي خپل د امنیت د شورا مشاور څنډي ته کړیدی

د جمهورریس ټرمپ د امنیت د شورا مشاور، جان بولټن، د افغانستان د جنګ شوقي دی، او همدا وجه ده چي ټرمپ هغه له خپلو مجلسونو څخه حذف کړی دی.

د افغانستان د دپلومایتک حل په مقابل کي د جان بولټن مخالفت ټرمپ په قهر کړی دی، او دا مسله د ټرمپ په اداره کي د افغانستان په اړه فکري اختلافات ښيي.

جان بولټن د امریکا او طالبانو تر مینځ د موافقې د مسودې غوښتلې وه، خو خلیلزاد د هغه دا مطالبه رده کړې وه، او ورته ویلي ول چي دا مسوده یوازي د خارجه وزارت د یوه عالي رتبه مامور په حضور کي لوستلای سي، خو کاپي يې د ځان سره وړلای نه سي. امریکايي مامورین وايي چي دې موضوع جان بولټن سخت په قهر کړی وو.

امریکايي چارواکي وايي چي جان بولټن د افغانستان په مورد کي د جمهورریس ټرمپ د پالیسۍ سره مخالفت شروع کړی دی، او د طالبانو سره د خلیلزاد د معاملې مخالف دی.

د جان بولټن انزوا هله ښه راڅرګنده سوه چي ټرمپ پدې میاشت کي د افغانستان په اړه د خلیلزاد وروستی ګزارش اورېدی. پدې مجلس کي د ټرمپ د ادارې ټول عالي رتبه مامورین دعوت سوي ول، خو بولټن په لومړي سر کي نه ووی دعوت سوی، ځکه ټرمپ اندېښنه لرله چي د بولټن مامورین به د مجلس خبري د مطبوعاتو سره شریکي کړي.( واشنګټن پوسټ: اګسټ ۳۰)

واحد فقیري