خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

جنرال بالډک: افغانستان زیاتي امپراتورۍ د سبا ناري پر ځای خوړلي دی

جنرال بالډک: افغانستان زیاتي امپراتورۍ د سبا ناري پر ځای خوړلي دی

امریکايي متقاعد جنرال، ښاغلی بالډک، لیکي امریکایانو پر خپل حکومت باندي اعتماد له لاسه ورکړی دی، او د سیاستوالو او عادي خلګو تر مینځ د «اعتماد بحران» ایجاد سوی دی. هغه لیکي ۵۹ ٪ امریکایان د افغانستان د جنګ مخالف دي، خو بیا هم موږ تر اوسه پوري هلته خپل نظامي حضور ساتلی دی.

جنرال بالډک د ټایم په مجله کي د اګسټ پر ۳۰ لیکي افغانستان په خپل تاریخ کي زیاتي امپراتورۍ د سبا ناري پر ځای خوړلي دي. خو بیا هم موږ د افغانستان د جنګ د کوفتې ماشین ته خپل عسکر ور استوو.

هغه ادامه ورکوي او لیکي که څه هم په قطر کي د سولي خبري رواني دي، خو طالبان په قوي موقف کي دي، او هغوی پوهېږي چي د واشنګټن قدرت محدود دی.

جنرال بالډک کاږي د افغانستان جنګ د ډېر وخت راهیسي بد سمبال سوی دی، خو بیا هم زموږ مشران مدام امریکایانو ته وايي چي کامیابي رانژدې سوې ده، او فقط د دې کوچیني کوتل شاته ده. امریکايي مشران نه غواړي چي امریکایانو ته حقیقت وايي او د افغانستان د جنګ د مشکلاتو په اړه درست معلومات ور کړي.

هغه وايي د طالبانو بیا عروج زموږ د غلطو پالیسو نتیجه ده. موږ باید په ۲۰۰۲ کي کامیابي اعلام کړې وای، او له افغانستانه راوتلی وای. خو واشنګټن په افغانستان کي د دولت د جوړولو او دیموکراسۍ د ټینګولو په لټه کي سو.

څرنګه چي زموږ د ملکي او نظامي مشرانو سره حساب و کتاب نه کېږي، نو لهذا موږ په افغانستان کي په خټو کي بند یو.

جنرال بالډک علاوه کوي ما په افغانستان کي لس کرته نظامي ماموریت تېر کړی دی. زه د لومړیو عسکرو څخه وم چي افغانستان ته ورغلم. زموږ پوځ په مېړانه جنګېدلی دی.

مګر اوس زما باور دا دی چي د امریکايي عسکرو اضافه تلفات توجیه کېدلای نه سي. زموږ ځوان عسکر په روغتونونو کي زخمي او مات او ګوډ پراته دي. موږ په افغانستان کي د کامیابۍ لپاره یو جامع استراتيژیکي اپروچ ته اړتیا لرو، خو زما عقیده دا ده چي موږ د داسي یو اپروچ حوصله نور نه لرو. نو لهذا، یوازنی بل بدیل له افغانستانه راوتل دی.
واحد فقیري