له قطر د خلیلزاد نوي ټویټونه
له قطر د خلیلزاد نوي ټویټونه
ما نن د طالبانو سره په خبرو کي د کندوز حمله یاده کړه. ما هغوی ته وویل دغه ډول تشدد باید بس سي. بر علاوه، جنرال میلر نن کندوز ته سفر کړی وو، او د افغان امنیتي قواوو سره يې پر کومک کولو ټینګار کړی دی.
حقیقت دا دی چي بالاخره به جنګ یوازي هله ختم سي چي ټول طرفونه پدې راضي سي چي باید ختم سي. ګرده افغانان باید په بین الافغاني مذاکراتو کي سره راغونډ سي، څو هم سیاسي موافقه او هم جامع اوربند تر لاسه سي. زه ډاډه یم چي موږ پر هغي یوازنۍ عملي او پراکټیکل لاره روان یو چي هم به تشدد راکم کړي او هم به سوله ترلاسه سي.
واحد فقیري