خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

له وحشت پسې وحشت!

اېمل پیاوړی
دا تېر څلوېښت کاله په افغانانو داسې تېر شول چې لا یو غم نه وي سوړ، لا یوه نادوده نه وي ختمه او لا یو وحشت لا پایته نه وي رسېدلی، چې بیا بل غم، نادوده او وحشت رامنځته شي. تېره اونۍ دښمن پر کندز برید وکړ. د شپې یې په خوب ویدې کورنۍ له خوبه ویښې کړې. قیامت جوړ و، ډزونه، جنګ او چاودنې.
له ملکي کورنیو څخه د تېښتې او خوندي ځای لارې او ګودرې ورکې وې، خپل اولادونه یې له ځانونوسره واخیستل او سرګردانه یوې او بلې خوا ځغلېدل، مګر بې رحمه دښمن جنګ او وحشت ته لا ادامه ورکوله، د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د دغه وحشت د دفعه کولو او د خپلو خلکو د خوندیتوب هڅې کولې، په همدغو مرګونو شیبو کې یې ځانونه سپر کړل او دښمن ته یې د وړاندې تګ اجازه ورنه کړه.
مګر بدمرغه جنګ له خلکو د ژوند ارام واخیست او هغوی یې په نیمه شپه کې بې کوره کړل، دښمن ماتې وخوړه، ووژل شول او په شاوتمبول شول، مګر ملکي وګړو ته هم د سر او مال زیانونه واوښتل. دغه وحشت لا پایته نه و رسېدلی، چې پلازمېنه کابل کې د یوې درنې چاودنې غږ د شپې په څه کم لس بجو د ټولو ارام واخیست او له هر یوه سره دا اندېښنه وه چې بیا به څومره خلکو ته د سر او مال زیان اوښتی وي.
دغه چاودنه د قابل بای سیمه کې د نهمې حوزې اړوند ساحه کې رامنځته شوه، چې غږ یې ان د کابل تر لیرې څنډو پورې واورېدل شو. په دغه موټر بم برید او وحشت کې ښځې او ماشومان ژوبل شول، په ځینو د خپلو کورونو چتونه را ولوېدل، د ځینو د کورونو دروازې او ښیښې ماتې شوې او خلکو ته یې د سر او مال پرېمانه زیانونه واړول.
په افغانستان کې د دغه ډول وحشتونو کمی نشته، د دې برید مسوولیت وسله والو طالبانو په غاړه واخیست، مګر له عام ولس سره پوښتنه داده چې وسله وال طالبان له یوې خوا د اسلامیت او افغانیت دعوه کوي او له بلې خوا دغسې وحشیانه او ناوړه بریدونه ترسره کوي چې د اسلامیت او افغانیت له لارښوونو او ارزښتونو سره په ټکر کې دي. زموږ هیوادوال د طالبانو او تروریستي بریدونو له دغه ډول وحشتونو او جنایتونو تر پوزې رسېدلي دي. ولس نه پوهېږي چې دوی په کومه ګناه وژل کېږي او دوی ته د کومې ناڅرګندې ګناه سزا ورکول کېږي؟ وسله وال طالبان دې ولس ته ځواب او وضاحت ورکړي.