امرالله صالح: د سولي موافقه یوه دسیسه ده
امر الله صالح په کابل کي د خپلو پلویانو یوې غونډي ته ویلي دي،«د سولي وړاندي سوې موافقه یوه دسیسه ده. سوله نه ده.» هغه زیاته کړې ده،«د دې موافقې هدف د افغانستان تقسیم او وېشل دي، موږ يې نه منو.»
د امریکا د جمهوري ریاست ډیموکرات کاندید، جو بایډن، وايي په عراق او افغانستان کي د وژلو سویو امریکايي عسکرو په تناسب زیات شمېر راستانه سوي امریکايي عسکر دننه په امریکا کي خود کشي کوي. هغه وايي هره میاشت په جنګونو کي د وژلو سویو امریکايي عسکرو په تناسب زیات شمېر راستانه سوي امریکايي عسکر دلته په امریکا کي ځانونه وژني. (واشنګټن پوسټ)