نیویارک ټایمز: افغان چارواکي د امریکا او طالبانو تر مینځ د سولي د معاملې مخالفت کوي
نیویارک ټایمز لیکي چي افغان چارواکي د امریکا او طالبانو تر مینځ د سولي د معاملې مخالفت کوي، ځکه هغوی باور لري چي پدې معامله کي په کافي اندازه داسي ضمانتونه نسته چي طالبان دي پر خپلو ژمنو باندي وفا کولو ته مجبوره کړي.
پدې تېرو څو ورځو کي، خلیلزاد او اشرف غني لږ تر لږه څلور کرته سره کتلي دي. خلیلزاد هڅه کوي چي اشرف غني د معاملې په منلو راضي کړي.
نیویارک ټایمز لیکي ځیني غربي دپلوماتان وايي اشرف غني کوښښ کوي چي د خارجي قواوو د وتلو موافقه تر هغه وخته پوري وځنډوي چي دی د پنځو نورو کلونو لپاره د قدرت واګي په لاس کي واخلي.
خو غربي دپلوماتان او افغان سیاستوال اندېښمن دي چي جنجالي انتخابات به حالات لا خراب کړي، او د کابل حکومت به لا کمزوری کړي.
اخبار وايي چي غني د سولي موافقه د یوه ساعته لپاره مطالعه کړه، او وروسته يې بېرته خلیلزاد ته وسپارله. خلیلزاد مدام د دې موافقې یوه کاپي د ځان سره ګرځوي، او کله چي څوک کوم مشخص سوال ترې وکړي، هغه کاپي راواخلي، مطالعه يې کړي، او بیا جواب ورکړي. (سپټمبر ۵)