خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

ولې باعزته سوله؟

پوره څلوېښت کاله کېږي چې په افغانستان کې جنګ روان دی او پوره څلوېښت کاله کېږي چې ولس د سولې په پار د خدای دربار ته لاسونه لپه کړي، مګر لا یې هم د سولې دعا نه ده قبوله، مګر په تېرو پنځو کالو کې ولسمشر غني سوله له شعار او دعاګانو څخه په ملي او بین المللي بحث بدله کړه.
د طالب غوندې سرکشه جنګیالي یې هم دېته واداره کړل چې بالاخره سولې ته غاړه کېږدي او د امریکایانو غوندې مغروره جنګیالي یې هم په دې قانع کړل چې یوازې جنګ نه د ګټې لاره ده او نه هم مناسبه حل لاره ده، نو په دې خاطر باید پر سوله ییز حل فکر وشي.
ولسمشر غني په بهرنیو سفرونو، ویناوو او نورو مناسبتونو کې د سولې خبره دومره تکرار کړه چې حد نه لري، مګر همدغه تکرار بالاخره نتیجه ورکړه، نړیوال او وسله وال طالبان یې سولې ته لېوال کړل. ولسمشر غني یوازې په دې بسنه ونه کړه، سولې ته د رسېدو عملي لارې یې وسنجولې، د سولې لار نقشه یې برابره کړه.
د دې باوجود ولسمشر غني په هغو لارو هم فکر وکړ چې د افغانستان، نظام او طالب عزت او حیثیت په کې خوندي وي او د همدې لپاره یې په بین الافغاني مذاکراتو ټینګار وکړ، ځکه چې هم افغانانو د سولې او جرګو ظرفیت لري، هم دوی خپلې ستونزې تر نورو ښې درک کوي او هم بین الافغاني مذاکرات ګټور دي او ښه نتیجه ورکوي.
د دې ټولو دلیل دادی چې ولسمشر غني نه غواړي چې زموږ سوله دې په قراردادي شکل ترسره شي، چې له څو اونیو او میاشتو زیات دوام ونه کړي او یا خدای مکړه د کوم بل بحران او ناورین پیلامه نشي او په همدې خاطر یې ټول ټینګار پر دې دی چې سوله باید تلپاتې او باعزته وي.
باعزته په دې مانا چې د هیواد او هر افغان ژوند، عزت او حیثیت په کې خوندي وي، ټول په کې ځانونه ارام وګڼي. د صمیمت فضا رامنځته شي، یو پر بل برید او تېری نه وي، نه د یو بل ځورول او د حق تلفول د ځان لپاره په کې روا وګڼي. سوله باید باعزته وي، داسې سوله وي چې خلکو ته واقعا سوله ییز احساس وکړي او داسې وګڼي چې سر او مال یې خوندي دی.
دغه ډول باعزته او تلپاتې سوله هغه مهال شونې ده، چې وسله وال طالبان له جګړې سره مخه ښه وکړي، له بهرنیو او القاعده او تروریستي ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي او په راتلونکي کې له هیواد او هیوادوالو سره دا ژمنه ولري چې کوم کوم تروریستي ګروپ دلته تروریستي برید ترسره کوي، نو تر ټولو لومړی یې دوی مخته ودرېږي او وې ځپي.
نو په همدې خاطر نه یوازې ولسمشر غني، بلکې ټول افغانان د باعزته سولې غوښتونکي دي او دا یې تر ټولو لویه او یوازینۍ هیله ده او باور دی چې وسله والې ډلې او طالبان د ولس دغې هیلې ته درناوی وکړي او له جګړې څخه لاس واخلي او د خدای امر چې سوله ده غاړه کېږدي.