خلیلزاد قطر ته رسېدلی دی
خلیلزاد قطر ته رسېدلی دی، او سمدستي يې د طالبانو سره خبري شروع کړي دي. یو عالي رتبه امریکايي مامور وايي دا معلومه نه ده چي خلیلزاد به څونه وخت په دوحه کي تېر کړي. دا هم معلومه نده چي هغه به وروسته بېرته کابل ته ولاړ سي، او که به واشنګټن ته راستون سي. هر څه پدې اړه لري چي په قطر کي به څه پېښ سي.
کله چي د امریکا د دفاع وزیر، مارک یسپیر، څخه پوښتنه وسوه چي طالبان باید څه وکړي چي باور باندي وسي. ښاغلی یسپیر په جواب کي وویل دا کار د مرکچیانو دی. او زه به پدې برخه کي په عام محضر کي څه و نه ووایم. هغه زیاته کړه تر هغه وخته پوري چي نهايي موافقه نه وي اعلام سوې، دی به چوپ پاته وي. «زه نه غواړم چي مخکي له مخکي څه ووایم.»
امریکايي مبصر، ښاغلی بلانک، وايي ټرمپ د افغانستان په برخه کي ډېر مخته تللی دی، او اوس يې د راګرځېدو امکان ډېر کم دی. هغه علاوه کوي،«زما عقیده دا ده چي یوه معامله بېخي رانژدې سوې ده. دا به حیرانونکې نه وي چي دا معامله په څو ورځو او یا هفتو کي تکمیله سي.» (اسوشيټیډ پریس: سپټمبر ۵)
واحد فقیي