خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

پامپیو: امریکا په افغانستان کي خپل ماموریت بشپړ کړی دی

 

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، مایک پامپیو، په یوې تازه مرکې کي ویلي دي چي امریکا په افغانستان کي خپل ماموریت «تکمیل» کړی دی. القاعده يې له افغانستانه وشړله، او له افغانستانه او پاکستانه يې د امریکا پر ضد د ترورسټي حملو مخه ونیوله.

د امریکا د ټاپ دپلومات دا خوشبینانه پيغام پداسي وخت کي خپرېږي چي د امریکا او طالبانو تر مینځ د سولي د موافقې شېبې رانژدې سوي دي.

پامپيو وايي امریکا په افغانستان کي د خپل اصلي او لومړی هدف په ترلاسه کولو کي «کامیابه» سوه.

پامپيو وايي په افغانستان کي د عسکرو راکمولو به موږ سره مرسته وکړي چي په جهان کي د تروریزم د تهدید سره په ښه شان مجادله وکړو. (منبع: ډیلي سیګنل)

واحد فقیري