خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د نېشن: ګرین ویلیج د ملکي افغانانو ژوند د خطرونو سره مخامخ کړ دی

 

د امریکا مترقي چپه جریده، د نېشن، د سپټمبر پر ۶ لیکي په کابل کي پر ګرین ویلیج باندي د طالبانو حملې دا وښوده چي څرنګه خصوصي قراردادیانو د کابل محلې په نظامي موخو باندي بدلي کړي دي.

د نېشن لیکي پدې وروستیو څو ورځو کي طالبانو پر کندوز، بدخشان، بلخ، تخار، فراه او هرات باندي بریدونه کړي دي. خو په غربي مطبوعاتو کي پر ګرین ویلیج باندي حملې زیاته توجه ورجلبه کړې ده. پدې برید کي ۳۰ تنه مړه او لږ تر لږه ۱۰۰ کسان ټپیان سول.

جریده لیکي کله چي پر ګرین ویلیج باندي حمله وسوه، د مالت په سلهاوو قهرېدلي اوسېدونکو په اعتراض لاس پوري کړ، او ۴۰ موټران يې وسوځل. که څه هم د کابل حکومت ادعا وکړه چي د ګرین ویلیج ۴۰۰ اوسېدونکي یې تخیله کړل، خو د ګرین ویلیج اوسېدونکي وايي چي د سې شنبې تر سهار پوري په امن ځای کي پټ ول.

په ګرین ویلیج کي ۱۸۰۰ اطاقونه سته، خو د دې ځاي په باره کي اکثره معلومات مخفي ساتل کېږي. دلته زیات بین المللي موسسات دفترونه لري. د ګرین ویلیج ویب پاڼه وايي: دا یو امن ځای دی. د کابل هوايي میدان ته نژدې پروت دی.

د نېشن لیکي د ګرین ویلیج مالک معلوم نه دی. خو سیګار وايي چي د یوې کاناډايي کمپنۍ ملکیت دی. په ګرین ویلیج کي زیات نظامي قراردادیان ژوند کوي. د کابل د دې محلي خلګ غواړي چي ګرین ویلیج لدې ځایه کډه وکړي، ځکه د هغوی ژوند او کورونه يې د خطرونو سره مواجه کړي دي.

یو اعتراض کونکي ۴۳ کلن ښاغلی احمدزی وايي،«زه دوی دلته نه غواړم. زه د خارجیانو کمپ دلته نه غواړم.» هغه زیاته کړه،«تر هغه وخته پوري چي دوی دلته وي، موږ به وژل کېږو. د دې کمپ په خاطر زیات بې ګناه خلګ وژل سوي دي. که چیري حکومت دا کمپ و نه تړي، موږ به دا کار وکړو.»

د نېشن لیکي کله چي مظاهرچیانو پر ګرین ویلیج باندي هجوم ور وړی، د دې کمپ ساتونکو پر هغوی باندي ډزي وکړې، او ۱۵ تنه يې زخمیان کړ.

د نېشن لیکي د دې ځای خلګ اکثره غریب دي. زیاتره کورونه يې د خټو څخه جوړ سوي دي. دلته نژدې د افغانستان مشهور محبس، پلچرخي، هم پروت دی. د مالت خلګ وايي هر ځل چي پر دې کمپ باندي حمله وسي، د هغوی کورونه او دوکانونه زیایمن کېږي.

د دې مالت یو اوسېدونکی ښاغلی فرید وايي،«موږ پوهېږو چي دا خلګ په میلونهاوو ډالر جوړوي. خو څرګنده خبره ده چي دوی ته زموږ ژوند د یوه ډالر اهمیت هم نه لري. په افغانستان کي به تر هغه وخته پوري سوله را نه سي، تر څو د امریکا فوج او د هغوی مربوط قراردادیان دلته وي. طالبانو دا خبره په ډاګه کړې ده.»

واحد فقیري