د ټرمپ ټویټ: ما په کمپ ډېویډ کي د طالب مشرانو سره پټه لیدنه لغوه کړه
هیڅوک پدې خبر نه ول چي د یکشبنې په ورځ به د طالبانو مهم مشران او د افغانستان جمهورریس جلا جلا زما سره په کمپ ډېوډ کي په مخفي توګه ملاقات وکړي. هغوی باید نن شپه امریکا ته راغلي وای. خو له بده مرغه، طالبانو د خپل کاذب قدرت د ښودلو لپاره دا ومنله چي هغوی په کابل کي حمله وکړه، او زموږ یو بهادر عسکر او ۱۱ تنه نور يې ووژل.
ما سمدستي دا ملاقات کېنسل کړ، او د سولي خبري مي قطع کړې. څرنګه خلګ به په مذاکراتو کي د خپل موقف د غښتلي کولو لپاره دونه خلګ ووژني؟ هغوی خپل موقف غښتلی نه کړ، بلکي هغوی د ځان لپاره حالات لا خراب کړل.
که چیري هغوی د سولي د دې مهمو خبرو په جریان کي پر اوربند کولو باندي موافقه نه سي کولای، او حتی د دې توان لري چي۱۲ تنه بې ګناه خلګ ووژني، نو ښايي هغوی د دې توان هم و نه لري چي د سولي یوه با مفهومه او بااعتباره موافقه لاسلیک کړي. هغوی د څو نورو لسیزوو لپاره جنګ کول غواړي؟
واحد فقیري