د سولي د خبرو په اړه د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي مطبوعاتي اعلامیه.
سوله د افغانستان د خلکو ستره آرزو ده او تر بل هر څه لومړیتوب لري.
کله چي د امریکا متحده ایالاتو او د طالبانو اسلامي تحریک ترمنځ د سولي په نامه هڅي پیل سوې، دغه اقدام د افغانستان د خلکو له تود هرکلي سره مخ سو خو اوس چي دغه خبري له خنډ سره مخ سوي دا په دې معنی نه ده چي د سولي لپاره دي افغاني هڅي هم اغېزمني سي بلکي برعکس دغه هڅي باید تر بل هر وخته ګړندۍ سي. په همدې منظور په هېواد کي د پردو ګټو په روانه جګړه کي له افغاني ښکېلو خواوو غواړم چي له جګړې لاس واخلي او په پوره صداقت او هوښیارۍ سره د بین الافغاني مذاکراتو له لاري د تل پاته او سرتاسري سولي د ټینګښت لپاره خپلي هڅي لا ګړندۍ کړي. د سیمي له سترو هېوادونو هم غواړم چي د سولي په راوستو کي د افغانستان له خلکو سره نه یوازي خپلو همکاریو ته دوام ورکړي بلکي سرعت هم ور وبخښي.
همداراز هیله لرم چي د طالبانو اسلامي تحریک او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د سولي خبري یو ځل بیا، له شفافیت او وضاحت سره، پیل او په افغانستان کي د دایمی سولي او ثبات سبب سي.
په درنښت
حامد کرزی
د افغانستان پخوانی جمهور رئیس