جمهوریت وګټله
محمدروښان ښاد
د امریکا متحدو ایالتونو او د وسله والو طالبانو د استازو ترمنځ د ډاکټر زلمي خلیلزاد په مشرۍ د افغان سولې مذاکرات په حقیقت کې د جمهوریت او امارت ترمنځ یوه نرمه سیالي وه، ځکه چې له یوې خوا داسې معلومېدله چې امریکایانو د وتلو پلمه او د تېښتې لاره لټوله او له بل لوري په دې هڅه کې وو چې له وسله والو طالبانو څخه دا تضمین واخلي چې پر دوی به بریدونه نه کوي.
بل لورته وسله والو طالبانو د واک د ترلاسه کولو او فتحې خوبونه لیدل، ځکه دوی داسې ګڼله چې د امریکا متحده ایالات به هر څه دوی ته ور پرېږدي او د امریکا له وتلو سره نظام، اردو او هر څه وشړېږي، مګر دا د ۲۰۱۴ کال فکر او انګېرنې او وړاندوینې وې، چې زموږ اتلو او زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو ناسمې ثابتې کړې، مګر له هغه راوروسته او په تېرو پنځو کالو کې زموږ ویاړلي ځواکونه له هر لحاظه ډېر بدل شوي دي.
د بېلګې په توګه په ۲۰۱۴ کال کې د دوی په لیکو کې پراخ فساد ، رهبري یې کمزورې وه، دوی همغږي او همکاري نه لرله، مجهز نه و، قربانیو ته یې درناوی نه کېده او داسې نورې ډېرې ګڼې ستونزې وې چې له امله یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو تلفات فوق العاده زیات وو، مګر په دې تېرو پنځو کالو کې ولسمشر غني نه یوازې دا ستونزې له منځه یووړې، بلکې امنیتي او دفاعي ځواکونه یې تمویل او تجهیز کړل، د دوی په لیکو او رهبري کې یې فوق العاده بدلون او ښه والی راوست. د دوی اعاشې، اباطې، درملنې او نورو اړوندو مسایلو ته پاملرنه وشوه. د امنیتي او دفاعي ځواکونو مورال او محاربوي وړتیاوې لوړې شوې او دا مهال په ډېر جرئت د دښمن پر وړاندې هر چېرې جنګېږي.
وسله والو طالبانو ته ښایي چې دوی نوی افغانستان او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه او د دوی وړتیاوې درک کړي. زموږ خلک زموږ پرځواکونو نه یوازې د امنیت د تامین بشپړ باور لري، بلکې پر دوی ویاړي او د سرښندنو قدرداني یې کوي. همدارنګه زموږ هیوادوال هم د امارت پرځای جمهوریت ته ارزښت ورکوي، ځکه چې د دوی ژوند، عزت، حیثیت او هر څه په جمهوریت کې خوندي دي. هر څه یې قانون تضمین کړي او مسوولین یې پر دې مکلف کړي چې د خپلو خلکو فردي ازادیو، حقونو او هر څه ته باید نه یوازې درناوی ولري، بلکې په ښه ډول یې تامین کړي، نو په دې خاطر دوی جمهوریت غوره ګڼي او د وسله والو طالبانو په ګډون به هیچاته د دې اجازه ورنه کړي چې د امارت جوړولو او پر دوی د تحمیل اراده ولري او که بیا هم څوک داسې کوي، نو داسې به ناکام وي لکه د وسله والو طالبانو او خلیلزاد د سولې مذاکرات چې دوی غوښتل جمهوریت په کې د افغانانو د توقع او غوښتنې برخلاف د امارت قرباني کړي، مګر برعکس جمهوریت بریالی او امارت قرباني شو.