خليلزاد د سولې په پلمه د افغانستان تسلیمي غوښته
مطیع الله سحر
خليلزاد د سولې په پلمه د افغانستان تسلیمي غوښته
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد چې له تېر ۲۰۱۸میلادي کال راهېسې یې خپلې هلې ځلې شروع کړي دي، افغانانو دا باور درلوده چې ښاغلی خلیل زاد به افغانستان ته سوله راولي او دا بې ځایه وژنې به له مينځه لاړې شي. خو خليل زاد له طالب مشرانو سره د افغان سولې لپاره نهه ځله خبرې اترې وکړې. په دغو نهو ځل خبرو کې خليل زاد ونه توانېده چې طالبان دې ته راضي کړي چې له افغان حکومت سره مخامخ مذاکرات او اوربند وکړي.
خلیل زاد له یو کال راهیسې چې له طالب استازو سره کومې خبرې اترې کړي دي، هغه ټولې د افغانانو په ګټه نه بلکې د طالب امریکا او په خاص توګه د خلیل زاد په ګټه شوي دي. خليل زاد وايي راځه افغانان د سولې په خبرو باندې غلط کړه، د طالبانو اقتدار ورباندې ومنه او په غیر مستقیم ډول د پاکستان د خوښې حکومت جوړ کړه، افغانستان پاکستان ته وسپاره او امریکا به په خپله مخه لاړه شي، مګر د ده اشتباه داوه چې نوی افغانستان یې لا هم نه دی درک کړی.
زلمی خلیل زاد له ولسمشر محمد اشرف غنی سره له څلور ځله لیدو وروسته هم په دې ونه توانېده چې خپلې غوښتنې پر ولسمشر محمد اشرف غني باندې ومني. زلمي خلیل زاد غوښتل چې پر محمد اشرف غني باندې فشار راولي، تر څو په ټاکنو کې ځنډ راولي، موقتي اداره رامنځته کړي او ځينې نورې ډېرې غوښتنې وې چې پر ولسمشر محمد اشرف غني باندې یې ومني او افغانستان د تباهۍ کندې ته وروغورځوي خو ښاغلي غني د خلیل زاد یوه خبره هم ونه منله.
ولسمشر محمد اشرف غني مونږ ټولو ته معلوم دې چې له خپل ولس او وطن سره څومره مینه لري. او په خپل ټول ژوند کې به هم نه له ولس سره او نه هم له وطن سره ذره خيانت وکړي. محمد اشرف غني په داسې خبرو باندې خلیل زاد سخت بې عزته کړ او نا امېده یې بېرته رخصت کړ تر څو په تېرو خبرو باندې له سره کتنه وکړي.
افغانان له څو لسیزو راپه دې خوا پر جګړو کې اخته دې او اوس یې چې سولې ته مخه کړې ده او سوله به په پوره ډاډ سره افغانستان ته راولي. خو دا چې طالب جګړه ماران او نور د افغانستان دښمنان غواړي چې د افغانستان پر سوله باندې معمله وکړي. خو داسې هېڅکله هم نشي کېدلی. ځکه چې افغانان داسې څو ځله تېروتي دي او له همغو تېروتنو څخه یې اوس ډېر څه یاد کړي دي، او نه غواړي تېرې تېروتنې یې یو ځل بیا په ژوند کې پرې راشي.
د تاریخ په اوږدو کې پر افغان ولس باندې رنګا رنګ ظلمونه او تېري شوي دي، مګر دا ټول ظلمونه د پردیو مهارت نه بلکې د پردي پالو سره مرسته او خیانت وجه کېدی شي. د دې ټولو ناخوالو د له مینځه تلو لپاره افغانانو دا هوډ له ځان سره وکړ چې نور له جګړې لاس اخلو او هیواد ته تل پاتې او باعزته سوله راولو.