د میوند رستورانت تاریخي پسمنظر
د عکس پر نښاني سوي ځای باندي یو وخت میوند رستورانټ ودان وو. دا د ظاهرشاهي دورې پر معماري برابره وداني وه، نه یوازي دا چي لږ و زیات تاریخي ارزښت یې درلود بلکي د دغه چوک په نما کي یې هم ښه منظره ترسیموله. ما یې نړېده د سر په سترګو ولیدل او افسوس راته ودرېد. افسوس مي څو علته لرل:
لومړی: د دغه نامتو چوک هغه پخوانۍ نما له منځه تلونکې وه.
دوهم: د تاریخي میوند په نوم رستورانت د ورانېدو په حال کي وو، تر اوسه موږ بل دولتي رستورانټ په دغه نامه و نه موند.
دریم: د ډاکتر نجیب په وروسیو کلونو کي د رستورانت په لاندي منزل کي سینما وه، تلویزیون یې ایښی وو او نوي هندي فلمونه به یې ښکاره کول.
په دروازه کي یې د آیسکریم ماشین پروت وو، زه یو ځل دغي سینما ته ورغلی وم. هغه یادونه مي د دې ودانۍ د نړېدو په ورځ پر ذهن واورېدل.
اوس دلته هیڅ نسته. د دې تعمیر د ورانېدو مشوره چي هر چا مسئولینو ته ورکړې وه، ښه مشوره نه وه. زما د ښار د مشهور چوک یوه خوا یې په یوه ایله پنجره بدله کړه.
استاد: مطیع الله روهیال