د کمپ ډیوېډ لغوه سوې غونډه
واحد فقیري
جمهورریس ټرمپ د شبنې په ورځ یو ناڅاپه د ټویټر له لاري د طالبانو سره د کمپ ډېویډ ناسته لغوه اعلام کړه. د ټرمپ دې فیصلې نه یوازي افغانان هک پک کړل، بلکي امریکایان او جهانیان يې هم په حیرت کي واچول. ځکه د شنبې تر ورځي پوري هیڅوک پدې خبر نه وو چي ټرمپ غواړي له طالبانو سره په کمپ ډېویډ کي ملاقات وکړي.
ټرمپ په خپل ټویټ کي لیکي ول،«هیڅوک پدې خبر نه ول چي د یکشبنې په ورځ به د طالبانو مهم مشران او د افغانستان جمهورریس به زما سره جلا جلا په کمپ ډېوډ کي په مخفي توګه ملاقات وکړي.»
دا چي ټرمپ ولي طالبان او د کابل د رژيم مشران کمپ ډېویډ ته دعوت کړي ول، او بیا يې ولي دا ملاقات لغو کړ؟ دې خبري زیات بحثونه راپارولي دي. خو زما په نظر د ټرمپ د دې اقدام څو عمده دلایل دا دي:
اول، ټرمپ ذاتا یو «شو مېن» دی. ټرمپ مدام هڅه کوي چي د مطبوعاتو او خبرو محور وي. د ټرمپ ایګو د هندوکش د غره په شان ستره ده. خو د ټرمپ بل فطري عادت دا دی چي هغه ډېر ژر او په آني توګه خپل نظر بدلوي. فکري استقرار نه لري، په اصطلاح چتيي او هردم خیاله سړی دی.
دوهم، ټرمپ غوښتل چي د طالبانو سره د سولي د موافقې کرډیټ د ځان کړي. او امریکایانو ته دا وښيي چي هغه د سترو او جنجالي فیصلو د کولو جرات لري. هغه تل وايي چي یو ماهر «معامله ګر» شخص دی. خو پدې برخه کي هغه یو ماهر معامله ګر نه، بلکي د یوې پخې معاملې ورانونکی سو.
درېیم، ټرمپ ګومان کاوه چي په کمپ ډېویډ کي به طالبان تر دونه زیات فشار لاندي راولي چي هغوی به مجبوره کړي چي د اشرف غني سره ګډه اعلامیه خپره کړي. هغه باور لاره چي ښايي خلیلزاد پر طالبانو باندي په هغه اندازه فشار نه وي راوستلای چي د ده شخصیت او مقام یې راوستلای سي.
خو کله چي طالبانو د اشرف غني سره د ګډي ناستي څخه انکار وکړ، د ټرمپ نازک او ماشومانه اعصاب خراب سول، او د ځان د بچولو لپاره يې د سولي یو کلنه پروسه د څه وخت لپاره په لغته ووهله.
اوس سوال دا دی چي لدې راوروسته به څه کېږي؟
البته، واضح خبره ده چي د سولي د خبروو بدیل نسته. بله چاره نسته. او ټرمپ به مجبوره سي چي بېرته د سولي خبري شروع کړي، او د طالبانو سره د سولي تکمیله سوې مسوده لاسلیک کړي.
ټرمپ زیات وخت نه لري. د امریکا انتخاباتو ته فقط یو کال پاته دی. ټرمپ د امریکایانو سره وعده کړې ده چي د افغانستان اوږد او بې پایانه جنګه به ختموي. ټرمپ پرون وویل چي له افغانستانه به امریکايي عسکر راوباسي، ځکه امریکا نه غواړي چي هلته د «پولیس» وظیفه اجرا کړي. هغه زیاته کړه د افغان حکومت باید ژر تر ژره د خپل امنیت مسولیت«پخپله په غاړه واخلي.»