خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

نیویارک ټایمز: د ټرمپ د وروستۍ فیصلې په اړه د امریکایانو نظر

د فلوریډا ایالت اوسېدونکی، ښاغلی ایډ ایروین، لیکي:

ویل کېږي چي که چیري موږ له افغانستانه راووځو، بد عواقب به ولري. خو که چیري هلته پاته سو، بیا به هم بد عواقب ولري. زما یو ډګروال ملګري په افغانستان کي اته ځله د عسکري خدمت کړی دی، هغه پدې وروستیو کي راته وویل چي‌ ولي له افغانستانه د امریکايي عسکرو د راوتلو ملاتړ کوي:«زما ډېر همسنګره یاران همدااوس د ارلینګټن په هدیرې کي پراته دي. که چیري موږ همدې جنګ ته دوام ورکړو، ډېر نور امریکايي عسکر به هم هلته ښخ سي.»

د میرلینډ ایالت اوسېدونکې ښاغلی کیت ټیډمن، لیکي:

جمهورریس ټرمپ له طالبانو څخه سوال وکړ،« تاسي د څو نورو لسیزوو لپاره جنګ کول غواړي؟» دا یو مهم سوال دی.

خو د دې سوال جواب ویتنامي جنرال، ښاغلي جیاپ، په یوې مرکې کي ورکړی دی. له جنرال جیاپ څخه وپوښتل سوه چي د څونه نور اضافه وخت لپاره به يې د امریکایانو سره جنګ کړی وای؟ هغه په جواب کي وویل،«ښايي ۲۰ کاله، حتی ۱۰۰ کاله—تر هغه وخته به جنګېدلای چي کامیابي مو ترلاسه کړی وای.»

ښاغلی کیت ټیډمن زیاتوي طالبان زموږ غوندي د جنګ سره بې حوصلې نه دي. هغوی د اوږدې مودې لپاره تیاری نیولی دی. هغوی زرنګ او با حوصله دي. جورج ورویل په خپل ناول (۱۹۸۴) لیکي ول: «جنګ سوله ده.»

د ایلنیوز ایالت اوسېدونکی، ښاغلی والټ زلوټوو، لیکي:

جمهورریس ټرمپ د طالبانو سره د کمپ ډېویډ غونډه وروسته له هغه کېنسل کړه چي طالبانو په کابل کي یو امریکايي عسکر وواژه. ټرمپ د خپلي دې فیصلې د توجیه کولو لپاره په خپل ټویټر کي لیکي ول،« هغوی د څو نورو لسیزوو لپاره جنګ کول غواړي؟»

د ټرمپ د دې سوال جواب دا دی،«تر هغه وخت پوري چي غربي اشغالګران له خپله ملکه وباسي.»